د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۱۷

ایا ولسي جرګې ته هر کاندید مستقل کاندید دی؟

د افغانستان ولسي جرګې ته د شاوخوا دوه زره پنځه سوو كانديدانو انتخاباتي مبارزى په زورسره پرمخ روانې دي. په دوی كې داسې كانديدان هم شته، چې ښايي يوسياسي ګوند پورې تړلى وي، خو د مستقل كانديد ترنامه لاندې مبازره كوي. د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي، چې دوى هغه كانديد د سياسي ګوند كانديد ګڼي، چې هغه ګوند دعدليې په وزارت كې رجستر شوى وي.

د افغانستان په مركز او ولايتونو كې د سرطان د مياشتې له دوهمې نيټې راهيسې، ولسي جرګې ته د كانديدانو انتخاباتي مبارزه په تيزۍ سره پرمخ روانه ده، په دې مبارزه كې اكثره د مستقلو كانديدانو ترنامه لاندې په هلو ځلو بوخت دي، حال داچې داسې څيرې په كې هم شته چې له پخوا څخه يوه سياسي ګوند پورې تړلي دي.

په دې هكله ولسي جرګې ته كانديد عارف رحماني ازادي راډيو ته وويل، چې دا ډول كانديدان يوازې د دوى د ګوندونو په رايو نه شي بريالى كيدلى د همدې له امله هڅه كوي، چې د مستقلو كانديدانو په نامه د خلكو رايي خپلى كړي:

"د دوى ترمينځ توپير شته، د مستقلو كانديدانو سترګې د ټولو خلكو رايو ته غړيږي، خو د ګوندي كانديدان له جدي محدوديتونو سره مخ دي ځكه چې ګوندونه په ټولنه كې ريښې نه لري."

په وروستيو اتوكلونو كې په هېواد كې د سياسي ګوندو شمير شاوخوا سلو ته رسيدلى و. خو تېركال دعدلى د وزارت له خوا د سياسي ګوندو په قانون كې يولړ بدلونو نه رامنځته شول او يوازې پنځه ګوندونه وتوانېدل، چې شرایط يې پوره اوله سره راجستر شي.

د عدلیې وزارت وايي، اوسمهال په هېواد كې يوازې پنځه سياسى ګوندونه د فعاليت حق لري اوبس.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي، چې هرهغه كانديد چې د دغو ګوندونو غړيتوب يې ثابت شوى، د كانديد په خوښه، د هماغه ګوند د غړي په نامه نومول شوى دى. په دې هكله د انتخاباتو د خپلواك كميسيون وياند نور محمد نور ازادى راډيو ته وويل:

"په لومړي سر كې دوه سوه پنځوسو تنو ځانونه سياسي ګوندونو پورې تړلي ښودل خو د عدلیې وزارت يوازې د پنځوسياسي ګوندونو لست راكړ. هغه څوك چې دې ګوندونو پورې تړلي نه وي موږ يې مستقل ليكو."

سياسى كارپوهان وايي، سره له دې چې دې كانديدانو ځانونه مستقل نومولي خو اوس هم له خپلو پخوانيو ګوندونو سره اړيكي لري او له دې ويرې يې نه شي ښودلى، چې ګنې د عامو خلكو له رايو به محروم شي.

په دې هكله سياسي كار پوه انجينير محمد يونس فكور ازادى راډيو ته وويل:

"ځيني ګوندي كانديدان په خپلو ګوندونو باورنه لري. دوى هڅه كوي خپل كانديدان مستقل وښيي او د خلكو رايې واخلي."

ټاكل شوې ده، چې د ولسي جرګې انتخابات د وږي یا سنبلې د مياشتي په اوه ويشتمه نيټه د ټول هېواد په څه باندې شپږزرو انتخاباتو مركزونو كې ترسره شي.

د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي، د امينتي ارګانونو د تدابير په انتظار دي چې ايا تركومه ځايه د دى مركزونو امنيت خوندي كولى شي.

خلك هم د انتخاباتو پرمهال د امنيت له پلوه انديښمن دي.
خوامنيتي ارګانونو تراوسه د انتخاباتو كميسيون ته د دوى د امنيتي تدابيرو په هكله څه نه دي ويلي.

راپور: خان محمد سيند
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG