د امریکا د متحده ایالاتو لوی څارنوال اېرک هولډر د چهارشنبې په ورځ کابل ته ورسید او غواړي په افغانستان کې د اداري فساد په ضد د مبارزې او د دواړو هېوادونو د اجرایوي ارګانونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو په لارو چارو له افغان او امریکایي چارواکو سره خبرې وکړي.
د امریکا لوی څارنوال په یوه بیان کې ویلي، په افغانستان کې د اداري فساد په ضد مبارزه او د قانون حاکمیت د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت په لومړیتوبونو کې دي او موږ په افغانستان کې د یوه اغیزمن جنایي عدالتي سیسټم د ایجاد او ساتلو په مقصد مرستي کوو.
ایرک هولډر د امریکا د عدلیې وزارت جګ پوړی چارواکی دی، چې د امریکا د استخباراتو د فدرالي اداري یا ایف. بي. ای او د نشه یي موادو ضد ادارود چارو مسولیت هم لري.
د امریکا د عدلیې وزارت له څه مودې راهیسي، د حقوق پوهانو او د قانون د پلی کولو د چارو د ماهرانو یوه ډله افغانستان ته استولې تر څوافغان مامورین د ادارې فساد، نشه یي موادو او تروریزم ضد چارو کي وروزي.
د امریکا لوی څارنوال کابل ته په داسې حال کې سفر کړی، چې د جمهور رییس اوباما اداره په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو د قوماندې د بدلون په چارو بوخته ده.
فرانسپرس اژانس لیکي، د امریکا د متحده ایالاتو لوی څارنوال ایرک هولډر به په افغانستان کې د قانون د حاکمیت د چټکتیا او په هغو لارو چارو خبرې وکړې، چې له مخې یې د دواړو هېوادونو د پولیسو او د قانون د اجراکوونکو ارګاونو تر منځ اړیکې غښتلي شي.
د نړیوال شفافیت موسسې د راپور په اساس، افغانستان په نړۍ کې له سومالیا وروسته، په ادارې فساد کې د ښکیلو هیوادونو د لیست په سر کې دی.
د امریکا د کانګرس یو غړی وایي، جمهور رییس بارک اوباما د راتلونکي کال په بودجې کې افغانستان ته، د شاوخوا ۳ اعشاریه ۹ میلیاردو ډالرو مرسته بیله کړې ده خو په کانګرس کې د بهرنیو مرستو د کمیټې مشره، نیتا لووې له افغانستان څخه د میلیاردونو ډالرو د وتلو د خبر په اورېدو سره سخته په غوسه شوي او د افغانستان لپاره د امریکا مرستې يې بندې کړي دي.
میرمن لووې وایي، د دوی کمیټه به د چهارشنبې په ورځ په بودجې باندې د بحث غونډه وکړې او افغانستان ته به یوازې د خلکو د ژوند د ژغورنې په مقصد له بشری مرستو پرته، نورې هر ډول مرستې رد کړي.