د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۷

الکو: د امریکا سفارت د هېواد په عدلي چاروكې مداخله کوي

د افغانستان لوی څارنوال محمد اسحق الکو
د افغانستان لوی څارنوال محمد اسحق الکو

د افغانستان لويه څارنوالۍ وايي، چې په كابل كې د امريكا سفارت د دې ارګان په چاروكې ډېره مداخله كوي. د افغانستان لوى څارنوال د سې شنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې د لويې څارنوالۍ په فعاليتونو ځينو لويديځو ورځپاڼوهم ناسم راپورونه خپاره كړي. لوى څارنوال څرګنده كړه، چې دوى په اداري فساد او ځينو جرايمو كې ښكيلو يوشمېر لوړ رتبه دولتي چارواكو په دوسيو كار كوي.

د افغانستان لوى څارنوال د عدلي ادارو د فعاليتونو په اړه په واشنګټن پسټ ورځپاڼې كې د خپرې شوې مقالې د ردولو ترڅنګ وايي، چې په كابل كې د امريكا سفارت د هېواد په عدلي چاروكې څرګنده لاس وهنه كوي.

د افغانستان لوى څارنوال محمد اسحاق الكو د سې شنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، چې په كابل كې د امريكا سفير كارل ايكنبيري دوه اوونۍ مخكې د ده دفترته ورغلى او ورته يې ويلي، چې بايد د يوه خصوصي بانك مرستيال رفيع الله عظيمي بندي كړي او د حج او اوقافو د پخواني سرپرست وزير محمد صديق چكري د اختلاس دوسيه هم جدي وڅيړي.

كه څه هم لوى څارنوال په دې اړه ډېر جزييات ورنه كړل خو ويې ويل، چې په عدلي چارو كې د امريكا د سفير دا ډول مداخله له ډپلوماتيكو اخلاقو سره هيڅ ډول اړخ نه لګوي.

دا څرګندونې په داسې حال كې كيږي، چې د افغانستان د حج او اوقافو وزارت پخوانى سرپرست محمد صديق چكرى د لويې څارنوالۍ له خوا په اختلاس تورن شوى او له انټرپول يا نړيوالو پوليسو څخه غوښتل شوي، چې نوموړى په لندن كې ونيسي او افغانستان ته يې وسپاري.

دغه راز ويل شوي چې په كابل كې د يوه خصوصي بانك مرستيال رفيع الله عظيمي هم په يوه ډول له ښاغلي چكري سره په اختلاس كې شامل دى او بايد چې د لويې څارنوالۍ له خوا تعقيب شي.

خو د افغانستان لوى څارنوال محمد اسحاق الكو وايي، چې ښاغلى عظيمي يې ځكه لاتراوسه نه دى نيولى چې د ده په اړه شوې ادعا ترڅيړنې لاندې ده.

خو په كابل كې د امريكا سفارت د مطبوعاتي دفتر يوه چارواكي ازادۍ راډيو ته وويل چې دوى د امريكا د سفير د شخصي بحثونو په اړه تبصره نه كوي.

د افغانستان لوى څارنوال د واشنګټن پسټ ورځپاڼې هغه وروستى خپور شوى راپور هم په بشپړه توګه رد كړ، چې له مخې يې د لویې څارنوالۍ له خوا په بېلابېلو غير قانوني مسايلو كې د ښكيلو لوړرتبه دولتي چارواكو دوسيې په سمه او جدي توګه نه څېړل كيږي او لوى څارنوال له امريكا سره ډېر نږدېوالى لري او په خلاص مټ كار نه شى كولاى.

تردې وړاندې هم نړيوالې ټولنې څوځلې پرافغان دولت انتقادونه كړي، چې د نړيوالو له نظره په دولتي ادارو كې فساد زيات شوى او يوشمېر دولتي چارواكې په كې هم لاس لري، خو د افغانستان عدلي او قضايي ارګانونه د اداري فساد د مخنيوي او د دغه ډول دولتي چارواكو د نيولو لپاره جدي هلې ځلې نه دي كړي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG