د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۱۷

سيامك:د جي ۸ د سپارښتنوعملي كېدلو لپاره نړېوالو مرستو ته اړتيا ده

د افغانستان د جمهوري رياست يو وياند احمد ضيا سيامك هيروي
د افغانستان د جمهوري رياست يو وياند احمد ضيا سيامك هيروي

اتوسترو صنعتي هېوادونو په خپلې وروستۍ غونډه كې له افغان دولت نه وغوښتل، چې خپل امنيتي ځواكونه پياوړي او په پنځو كلونو كې دې د خپل هېواد د امنيتي چارو مسئوليت پرغاړه واخلي. سربيره پردې دغو هېوادونو له افغان دولت نه غوښتي چې د اداري فساد او د مخدره موادو د توليد او كاروبار پرضد مبارزه ګړندۍ كړي خپله حكومتداري دې ښه كاندي.

د افغانستان دولت په دغه هېواد كې د اتو سترو صنعتي هېوادونو د سپارښتنو عملي كېدل د نړېوالې ټولنې په مرستو پورې تړلى بولي.

دوي په خپلې وروستۍ غونډه كې موافقه وكړه، چې په راتلونكو پنځو كلونو كې به امنيتي مسئوليت افغان امنيتي ځواكونو ته سپارل كيږي او پرافغان دولت يې غږ وكړ، چې د اداري فساد، د مخدره موادو د توليد پرضد مبارزه ګړندۍ كړي او د حكومتدارى او د بشرد حقونو د حالت د ښه كولو لپاره لا ډيركار وكړي.

د افغانستان د جمهوري رياست يو وياند احمد ضيا سيامك هيروي د دوشنبې په ورځ له ازادۍ راډيو سره په خبرو كې وويل، چې دغو اهدافو ته د رسېدو لپاره د افغان دولت هلې ځلې له پخوانه دوام لري خو په دې برخه كې د نړېوالې ټولنې مرستې ته اړتيا ده:

(دا زياتره هغه مسايل دي، چې د نړېوالې ټولنې مرستو ته اړتيا په كې ده، د مثال په توګه د افغان امنيتي ځواكونو د كميت او كيفيت په لوړولو كې كه چېرې د نړېوالې ټولنې مرسته نه وي نو موږ بيا هم له ستونزو سره مخ يو.

د افغانستان دولت دې مسايلو ته متوجه دى او يو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې لري، هيله من يو چې د نړېوالې ټولنې په همكاري له دې ستونزو را ووځو.)

هيروي پر نړېوالې ټولنې هم غږ وكړ، چې له افغان دولت سره همغږي ډيره كړه. نوموړي په دې ټينګار وكړ چې نړېواله ټولنه بايد وروسته له دې خپلې مرستې د افغان دولت د بوديجې له لارې ولګوي.

د اتوسترصنعتي هېوادونو د مشرانو غونډه د شنبې په ورځ د كاناډا په تورنټو ښار كې پاى ته ورسېده.

په دې هېوادونو كې د امريكا متحده ايالات، كاناډا، بريتانيا، روسيه، فرانسه، جاپان، جرمني او ايټاليا شامل دي.

ځينې افغان كارپوهان په دې باوردي، چې تراوسه پورې په بېلابېلو برخو كې د افغان دولت هلې ځلې ګټورې نه دي ثابتې شوي نو ځكه خو په راتلونكې كې هم د غوڅو اقداماتو تمه ترينه نشي كېداى.

وروسته له هغې چې د امريكا ولسمشر د ۲۰۱۱ كال د جولاى په مياشت كې له افغانستانه د امريكايي ځواكونو د وتلو پيل اعلان كړ، پر افغان دولت د نړېوالو فشار زيات شوى چې د خپل دولت د پياوړي كولو لپاره لا جدي اقدامات وكړي.

ولسمشر حامد كرزي هم اعلان كړى چې افغان امنيتي ځواكونه به په درېو كلونو كې د كليدي سيمو او په پنځو كلونو كې د ټول افغانستان امنيت پرغاړه اخلي.

خو په دې اړه اندېښنې پر ځاى پاتې دي چې افغان امنيتي ځواكونه به په دې موده كې بشپړ امنيتي مسئوليت ته د اوږې وركولو جوګه شي او كه څنګه.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG