د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۶

په كابل كې د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې نړېواله ورځ ولمانځل شوه

ښاغلي كرزي وويل، چې په افغانستان كې د نشه يي توكو په كښت او توليد كې نړېوال مافيا او ځينې نورې ډلې لاس لري
ښاغلي كرزي وويل، چې په افغانستان كې د نشه يي توكو په كښت او توليد كې نړېوال مافيا او ځينې نورې ډلې لاس لري

په دې لمانځغونډه كې افغان ولسمشر حامد كرزي په خپله وينا كې په افغانستان كې د نشه يي توكو د كښت د دوام اساسي علت بهرنيو عواملو ته اشاره وكړه. بل پلو په دې غونډه كې د نشه يي توكو پروړاندې د مبارزې وزارت په افغانستان د نشه يي توكو د روږدو كسانو د شمېرزياتوالې او نشه يي توكو ته ډيره تقاضا هغه لويي ستونزي وبللي چې دوي يي له ستونزو سره مخ كړي دي.

د افغانستان حكومت په دغه هېواد كې د نشه يي توكو د كراو توليد د مخنيوي په برخه كې د نړېوالې ټولنې په ځانګړي توګه د ګاونډېوهېوادونو په صادقانه مبارزه ټينګار وكړ.

افغان ولسمشرحامد كرزي د شنبې په ورځ په كابل كې د نشه يي توكوپر ضد د مبارزې د نړېوالې ورځې په لمانځغونډه كې په خپله وينا كې وويل، چې په افغانستان كې د نشه يي توكو د كر او توليد عوامل بهرنۍ ريښي لري.
افغان ولسمشرحامد كرزي د شنبې په ورځ په كابل كې د نشه يي توكوپر ضد د مبارزې د نړېوالې ورځې په لمانځغونډه كې


ښاغلي كرزي وويل، چې په افغانستان كې د نشه يي توكو په كښت او توليد كې نړېوال مافيا او ځينې نورې ډلې لاس لري نو نړېواله ټولنه بايد په افغانستان كې د نشه يي توكو د كر او توليد په برخه كې په صاقانه توګه مبارزه وكړي:

"له افغانستان او نړۍ څخه دا بلا ترهغه ورځې پورې نه وركيږي، ترڅو چې نړۍ په دې برخه كې په افغانستان كې په صداقت مبارزه ونه كړي هم په خپلو هېوادونو كې د روږدي كېدلو مخه ونه نيسي او هم د قاچاق وړونكو مخه ونه نيسي كه چېرې دا كارونه وشي نو هلته زموږ برى يقيني زراو اسانه كيږي."

په افغانستان كې داسې مهال د نشه يي توكو پر ضد په مبازره كې د نړېوالې ټولنې په صادقانه مبارزه ټينګار كيږي، چې افغان چارواكي وايي د نشه يي توكو پر وړاندې مبارزه كې يي ګاونډى هېوادونه هم شريك كړى دى او د نشه يي توكو د قاچاق د مخنيوي لپاره يي ګډ ټيمونه جوړكړي دي.

د نشه يي توكو پرضد د مبارزې وزيرضراراحمد مقبل په دې غوڼده كې وويل، چې اوس مهال د افغانستان په هغو درويشتو ولايتونو كې چې دولت پرې حاكميت لري د نشه يي توكو كښت صفر ته راټيټ شوى دى.

اوسږ كال د نشه يي توكو په كښت او توليد كې هم په سلو كې پنځوس كموالى راغلى دى، خوښاغلي مقبل د نشه يي توكو د كښت او توليد پر وړاندې مبارزه كې نورو ستونزو ته اشاره وكړه، چې لا هم په دې برخه كې يي د دوي مبارزه اغيزمنه كړې ده:

"څو ورځې مخكې د يو، ان، او، ډي، سي دفتر د عامې روغتيا او د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې وزارتونو سره په ګډه د روږدو كسانو په اړه ترسره شوي سروې اعلان كړه.

اوډيرخطر ناك دي د نشه يي توكو يو ميليون روږدي كسان لرو په داسې حال كې چې موږ د يو فيصد كسانو د درملنې وړتيا لرو."

له روانو هڅو سره سره افغانستان لا هم په نړۍ كې د نشه يي توكو ستر توليدوونكې هېواد دې.

كه څه هم امريكا او بريتانيا له دې مبارزې سره مرستې كوي، خو د افغان چارواكو په وينا دا مرستې ډيرې كمې دي او د دوى په وينا نړېواله ټولنه بايد په دې برخه كې خپلې مرستې لا پراخې كړي.

راپور : ذكيه غياثي
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG