د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۷

خوست کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملياتو کې ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي

د امنيې قوماندان مل پاسوالي عبدالحکيم اسحاق زى وايي، دوه تنه ماين خښوونکي د دې ولايت د باک په ولسوالى کې د ايتلاف د هوايي ځواکونو په بامبارۍ کې هغه مهال له منځ لاړل چې په عام سرک د ماينونو په خښوولو بوخت وو، د ده په وينا په دې بامبارۍ کې ملکې وګړو ته کوم زيان نه دى رسيدلى.

اسحاق زي زياته کړه په يوه بله پېښه کې په همدې شپه د خوست ښار په ختيځه برخه دمستربل غره په لمنو کې څلور تنه ماين خښوونکي هغه مهال د افغان د ځانګړو امنيتي ځواکونو تر بريد لاندې راغلل او ووژل شول، چې په عام سرک يې ماينونه ځاى پر ځاى کول.

ده وويل د وژل شويو کسانو جسدونه د خوست د سرې مياشتې مسولينو ته سپارل شوې تر څو يې تر پيژندنې وروسته خپلو نيږدې اقاربو ته تسليم کړي طالبانو تر دې مهال د وژل شويو کسانو په اړه رسنيوته څه نه دي ويلي.

بل خوا د خوست د امنيتي ځواکونو د همغږۍ مرکز مشر جنرال نواب وايي، د افغان د ځمکنيو او د ايتلاف د هوايي ځواکونو په هغو ګډو عملياتو کې، چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د خوست د موسى خېلو او د پکتيا د جانيخېلو په ولسوالى کې د طالبانود روزنيزو مرکزونو او پټنځايونو د له منځه وړولو په هدف پيل او تيره ورځ پاى ته ورسيدل.

په دغو عملياتو کې څه د پاسه اويا تنه طالبان، چې ډېرى يې پانجابيان، عربان او چيچنيايان دي له منځه تللي دي.

ده زياته کړه، د وژل شويو کسانو په ډله کې د طالبانو درې مشهور قوماندانان او د جنيخېلو ولسوالى له پاره د طالبانو نوماند ولسوال هم شامل دي جنرال نواب ومنله، چې په دغو عملياتو کې شپږ تنه ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

خو د طالبانو سرچينو تر اوسه د وژل شويو کسانو په هکله کومه تبصره نه ده کړي.

امير بهير- خوست
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG