د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۴

پر زده کوونکو د تېز باد له امله د ښونځي چت راپرېوت

د ښوونځي ښوونکو او سيمه ايزو خلکو وويل، ماسپښين يوه نيمه بجه وه چې يو زورور توپان راغى، د ښوونځي چت يې پورته کړ او په شاګردانو راپرېوت. دوى زياته کړه، د مرستې لپاره شاوخوا نژدې خلک راغلل او تر خاورو لاندې شوي زده کوونکي يې راووېستل، چې ٤ په کې مړه او ٢٠ شاوخوا ټپيان دي.

يوه بل عيني شاهد وويل، لومړى څلور تنه مړه وو، خو دوه تنه وروسته بيا له زخميانو نه هم مړه شول. يوه بل بيا وويل، تر دېرشو زيات ټپيان شوي وو؛ خو د ځينو زده کوونکو کورنيو هغوى پخپلو کورونو او شخصي کلينيکونو کې معالجه کړل.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور وويل، ٤ تنه زده کوونکي مړه او ١١ تنه ټپيان شوي. ده وويل زياته کړه تر اوسه دوى ته د همدومره تلفاتو په اړه خبر ورکړل شوى.

سميه ايزو خلک بيا وايي، دا ښوونځى د مرستندويه ټولنو په خراب کيفيت جوړشوى و او ټېکه دارانو له څلورو برخو درې په خپلو جېبونو کې اچولي او يوه برخه يې په ښوونځي لګولې چې د دېوالونو نه يې همدا اوس سمېټ په لاسونو لرې کېږي.

يوه عيني شاهد وويل، د حبيب شمس په نوم دا شرکت چې ښوونځى يې جوړ کړى د استاد سياف دګوند مربوط د مهاجرينو د مخکيني رييس اړونده دى. ده وويل ټول حکومت همدغسې په خيښۍ، خپلولۍ او روابطو پروژې اخلي او په خوردوبرد کې د بېوزلو حقونه لوټي.

دوى شعارونه ورکول او ويل يې چې حکومت بايد له زيانمنو سره مرسته وکړي او د هغه شرکت يا موسسې مسوولين مجازات کړي چې د خوردو برد په وجه يې دومره خلک له زيان سره مخ کړل.

محمد داود وفا
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG