د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۷

ولسي جرګه: د راتلونکي ټاکتو د نتایجو تراعلان پورې خپل کار ته دوام ورکولی شو

د افغانستان د ولسې جرګې غړي وايي، چې د اساسي قانون له مخې دوى كولاى شي د راتلونكې ولسې جرګې د انتخاباتو د نتايجو تراعلان پورې خپل كارته دوام وركړي.

په داسې حال كې چې يوشمېر څېړونكي د اوسنۍ ولسې جرګې كاري دوره د سرطان ياچنګاښ د مياشتې په لومړۍ نيټه ختمه بولي د ولسې جرګې غړي ټينګار كوي، چې د راتلونكې ولسې جرګې د انتخاباتو د نتايجو تراعلان پورې به دوى خپل كارته دوام وركړي.

دا څرګندونې په داسې حال كې كيږي، چې د روان كال د ولسې جرګې انتخابات له خپل ټاكلي وخت نه چې پسرلى و، د اوړي وروستيوته وځنډيدل.

د ولسې جرګې لومړي مرستيال ميرويس ياسيني همدې مسالې ته په اشارې سره د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، چې د اساسي قانون د درې اتيايمې مادې پراساس دوى كولاى شي د ولسې جرګې د انتخاباتو د نتايجو ترڅرګنديدو پورې خپل كارته دوام وركړي:

ټاكل شوې ده دولسې جرګې انتخابات د روان كال د وږي یا سنبلې د مياشتې په اوه ويشتمه نيټه ترسره شي، دغو انتخاباتو ته د څه باندې څلورسوو ښځو په ګډون كابو دوه زره شپږ سوو كسانو ځانونه كانديد كړي دي.

خو د كابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځې استاد ودير صافى وايي، چې په تيرو پنځو كلونو كې ډېر ځلې د حكومت اومقننه قوې ترمنځ په ځينو مسايلو داسې سازش شوى چې له ورايه له اساسي قانون څخه سرغړاونه بلل كيږي.

ښاغلى صافى وايي، چې د ولسمشرۍ انتخابات هم شاته ولويدل او د ولسمشر كاري دوره وغځيده نو همدې مسالې ته په پام دولسې جرګې غړي هم خپل كارته ته دوام وركوي:

خو د كابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاد ودير صافي څرګنده كړه، چې د اساسي قانون له مخې اوسنۍ ولسې جرګه د زمري یا اسد د مياشتې تر لومړۍ نيټې خپله كاري دوره غځولې شي نه د ده په خبره د ولسې جرګې د راتلونكو انتخاباتو د نتايجو تراعلان پورې.

تېركال د ولسمشرۍ انتخابات هم ځينو دلايلو له مخې له خپلې ټاكلې مودې شاته واچول شول او جمهوررييس كرزي خپل كارته د جمهوري رياست د نويو انتخاباتو د نتايجو تراعلان پورې دوام وركړ.

بل لور ته لاتراوسه د اساسي قانون له تطبيق څخه د څارنې او د اساسي قانون د تفسير كميسيون هم خپل كارنه دى پيل كړى، چې د اساسي قانون احكامو ته په پام د ولسي جرګې د كار د دوام اوپاى په اړه خپلواكه پريكړه وكړي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG