ولسمشر کرزی د وسله والو له خوا بندو شویو ښونځیو اندېښمن کړی
ولسمشر کرزي له ديني علمانو، سپين ږيرو او قومي مشرانو څخه وغوښتل، چې د دې لويې ستونزي د حل لپاره دې خورا پراخ ګامونه پورته كړي. وروستی بدلون 21 12 1388 10:42 PM
افغان ولسمشر حامدي كرزي د هېواد په نا امنو سيمو كې د ښوونځيو او مدرسو پر تړل كېدو اندېښنه ښوولې او ويلي يې دي، چې د مخالفينو له خوا د ښوونځيو د تړلو له امله زرګونو زده كوونكي د زده كړي بې برخې شوي دي.
ښاغلي كرزي په خپله راډيووي وينا كې د ديني علماوو، سپين ږيرو او قومي مشرانو غوښتي، چې د تړل شوو ښوونځيو او مدرسو په بيا پرانستلو كې دې ورسره پوره همكاري وكړي.
افغان ولسمشر حامد كرزى وايي، چې په ځينو نا امنو سيمو كې په سلو كې پنځوس ښوونځى او مدرسې د زده كوونكو پر مخ بند شوي دي.
دا خبري ښاغلي كرزي په خپله وروستۍ راډيو وي وينا كې عامو افغانانو ته وكړې او په نا امنيو سيمو كې يې د دولت د مخالفينو څخه وغوښتل، چې د زده كوونكو پر مخ دې مدرسې او ښوونځى نه بندوي.
افغان ولسمشر له ديني علمانو، سپين ږيرو او قومي مشرانو څخه وغوښتل، چې د دې لويې ستونزي د حل لپاره دې خورا پراخ ګامونه پورته كړي.
د نور كله په شان سږ كال هم د افغانستان په سړو سيمو كې نوي تعليمي كال د كب د مياشتي پر ۱۵ پيل شو، راپورونه وايي، چې سږ كال ۹ ميليونه زده كوونكي ښوونځيو او مدرسو ته ولاړل، خو ويل كېږي د دولت د وسلوالو مخالفينو له خوا د ښوونځيو بندېدو او نا امنيو له امله اوس هم په سلو كې ۴۰ زده كوونكي له زده كړو ليري دي.
افغان زده كوونكي سيف الله له ټولو خواو غواړي، چې ښوونځي او مدرسې دي د افغان زده كوونكو پر مخ نه بندوي دا ځكه اسلام امر كړى، چې ټول مسلمانان دې زده كړي وكړي.
سره له دې چې ښاغلي كرزي اندېښنه ښوولې چې په نا امنو سيمو كې د زده كوووكو پر مخ ښوونځى او مدرسې د دولت د وسلوالو مخالفينو له خوا بند شوي، په عين حال د هېواد د ختيځ په نا امنو سيمو كې چي هلته هم وسلوالې ډلې ډيرې فعالې دي، خو د زده كوونكو پر مخ ښوونځى او مدرسې نه تړي.
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، ډيرې هڅې كوي، چې د هيواد په جنوبي نا امنو سيمو كې هم د ديني علمانو او سپين ږيرو په مرسته ښوونځي د زده كوونكو پر مخ بيا پرانيستل شي.
معصوم ميوند- كابل