راتلونکې خپرونه


خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

راپورونه / افغانستان

د کرنې وزارت د هېواد د سمسورتیا لپاره ۳ ملیونه نیالګي کېنوي

وروستی بدلون 20 12 1388 08:21 PM

د افغانستان د كرنې وزارت مسولين وايي، چې په پام كې لرې د زرغونو او شنو سيمو د پراخولو په هدف په ټول هېواد كې درې ميليونه نيالګي كښېنوي.د کرنې وزارت چارواكي زياتوي چې غواړي د ميوه لرونکو ونو د زياتولو تر څنګ به د زينتي ونو په زياتلو او پالنه کې هم خپلې هڅې زياتې کړي.

د افغانستان د كرنې وزارت د پسرلي او د نوي كال په رارسېدو سره تيارى نيولى، چې د هېواد په بېلا بېلو سميو او ولايتونو کې په ميليونو ميوه لرونکي او بې مېوې نيالګې کښېنوي.

دوى وايي، چې په تودو سيمو کې يې د کب پر پنځلسمه د نيالګيو د کښېنولو پروګرام پيل کړي دي چې د وري د مياشتې تر پنځلسمې نېټې به دوام وکړي. د کرنې وزارت مسولين زياتوي چې د نيالګيو د کښېنولو او له هغو څخه د مراقبت لپاره يې ځانګړى پروګرام جوړ کړى دى.

"د كرنې وزارت په ټوله ييزه توګه په هېواد كې له درى ميليون څخه ډېر نيالګي د وېش لپاره لري. د كرنې وزارت په پام كې لري چې د كاري پروګرام له مخې د نيالګيو د كښېنولو پلان په تول هېواد كې د كرنې وزارت د ادارو له خوا پلي كړي."

يو شمېر هېوادوال د كرنې وزارت له دغه پروګرام څخه خوښ دي، خو غوښتنه کوي چې دغه وزارت بايد د نيالګيو ساتلو ته هم بايد ډېره پاملرنه وكړي.

د كرنې وزارت د طبعيي منابعو د تنظيم عمومي رييس انجنير محمد هاشم باركزى وايي، چې دوى د ميوه لرونکو ونو سربېره د زينتي ونو او نياليګو فارمونه زيات کړي دي.

"موږ هر كال په دې هڅه كې يو چې د نيالګيو فارمونه پراخه كړو په ځانګړې توګه د زينتي نيالګيو فارمونه، چې د هېواد په زرغونتيا كې رغنده رول لري."

نوموړي همداراز وويل، چې د درېيو لسيزو جګړو په ترځ كې د هېواد يو اعشاريه نهه ميليونه هكتار ځنګلونه وهل شوي، چې ډېرى يې بهر ته قاچاق شوي دي.

ښاغلي باركزي زياته كړه، چې دغه وزارت د ځنګلونو د ساتلو لپاره يوه مسوده پارلمان ته استولې ده او هيله يې څرګنده كړه، چې په نږدې راتلونكي كې به تصويب شي.
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس