د ننګرهار د رسنيو کور د خبري چارو مسوول محب الله يار وويل، رسنۍ د سولې او پخلاينې په کار کې د ديني عالمانو او مذهبي مشرانو په څېر اغيز لرلى شي او دغه رسالت بايد دوى سرته ورسوي.
ده وويل: افغانستان يو قبيلوي جوړښت لري او دغه جوړښت اکثره له کړکېچونو او منازعاتو سره لاس او ګريوان وي نو په کار ده، چې د هېواد ژورنالېستان، ليکوال او شاعران په دې برخه کې پوره ونډه واخلي ترڅو د دغو ګړکېچونو مخه ونيول شي او ټولنه په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي.
زما يوازې د ننګرهار له ژورنالېستانو او فرهنګيانو څخه دا غوښتنه نه ده، په کار ده چې د ټول افغانستان ژورناليستان او ليکوال او شاعران په دغه بهير کې برخه واخلي.
يوشمېر خبريالانو چې د قومي منازعاتو د مخنيوي لپاره راټول شوي و، تاکيد يې دا و چې ټولې رسنۍ بايد دغه مهمې موضوع ته پام واړوي.
ننګرهار رسنيو کور وخت ناوخت د مهو سيمه ايزو ستونزو حل او مخنيوي ته خبريالان ورغواړي او د سولې او پخلاينې په کار کې يې ګډون ته ورهڅوي.
دا مرکز د جرمني هېواد او د امريکا د سولې انستيتوت په ملاتړ له تېر يونيم کال راهيسې په ننګرهار او د افغانستان په ځينو نورو سيمو کې فعاليت کوي.