د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۲۲

سیمه ایز خلک : طالبانو د بادغیس په ګڼ میشتو سېمو کې ماینونه کرلي

د بادغیس بالامرغاب ولسوالۍ کې طالبانوسیمه ایزه خلکوته سیمه کې د ماینونو د فرشولو حال ورکړی دی . دوی عامو خلکو ته شپارښتنه کړې چې په دې سېمو کې د د ګرځیدو راګءځیدو پر مهال له احتیاط څخه کار اخلي . خو خبردارۍ یې ورکړﺉ که حکومتي مامورینو یا نړېوالو ځواکونو ته یې د ماینونو سېمې په ګوته کړلې نو د مرګ سره به مخ شي .

په دې اړه د ګڼو نورو سېمه ایزو خلکو په استازیتوب یو قومي مشر چې د نوم او غږ خپرول یې نه غوښتل ازادۍ راډیوته وویل :

((زما دکوردتلو راتلوپه لارکې یې په نېږدي پل کې ماینونه اېښي دي ، زه خو به یو ډول ځان ترې خوندي کړم مګر ماشومانو ته اندېښنې اخیستي یم چې خدای مه کړه پر دې ماینونو ورپېښ نه شي . ))

سیمه ایزه خلک وایي ټول لښتی، ویالې لارې اوکلي یې په ماینونو پوښلي دوی د نمونې په ډول د مارچاق،اسحاقزو،میرانزو،منګان تنګي، او ځینې نورې سېمو د خطر سېمې بللې دي.
سیمه ایز خلک وايي هره خوا مایونونه دي او دا سیمه هم لکه د مارجې په شان له ګڼو ستونزو سره مخ ده .

دوی په سیمه کې خوراکي مواد په خلاصیدو دی او د دوا او ډاکتر درک هم نه شته .

غرب زون کې دساحوي پولیسوقوماندانۍ ویاندسمونوال عبدالروف احمدي دکشفي راپورونوپه اساس ستونزه تایید کړه او زیاته یې د ملکي وګړو ژغورنه د دولت مسولیت دی او دوی به د عامو خلکو مرستې ته ور ودانګي:

«تاسوخپله پوهیږﺉ چې دښمن په بیلابیلوطریقودخپلواهدافولپاره ملکي وګړي سپرګرځوي .زمونږپولیس او نړېوال سرتیري پر دغه ستونزه ژور فکرکوي د همداډول ماینونو له وجې درې ور ځې وړاندې زمونږ۱۰هیوادوال بادغیس کې ووژل شول»

احمدي وویل دولت دداډول پیښود مخنیوي لپاره سمدستي لاس په کارشوی سیمه کې یې دملاالله ګل په نوم یومخالف قوماندان وژلی اودده په لاس پنځه حلقی ښخ شوي ماینونه یې د سړک په غاړه کشف او شنډ کړي دي .

احمدي وویل د بالامرغاب پر ستونزو هم حکومت خبر دی .

بالامرغاب دبادغیس یوه ګڼ میشته سیمه ده .چې له تیرو شپږکلونوراهیسې ولسي وګړي دجګړې په منځ کې ګیر دي او له دواړو خواوو هم له حکومت او هم له طالبانو څخه د خپل خوندیتوب غوښتنه کوي .

بالامرغاب کې دولت اوسیمه ایزه خلک ملکي سیموکې دماینونودکرلوپړه پر طالبانواچوي خودیادولووړده چې د طالبانوکوم ویاندلاددغې پیښې تائیدازادۍ راډیوته نه دی کړی.
راپور : شرف الدین ستانکزی
XS
SM
MD
LG