د افغانستان د مخابراتو تربیوي مرکز به د ایران په مالي مرستو پراخ شي
19.12.1388
كابل ته د ايران د ولسمشر احمد ي نژاد د سفرپه لړ كې، د ايران د مخابراتو وزارت ژمنه وكړه، چې د افغانستان د مخابراتو له وزارت سره به د مخابراتو په برخه كې د ځوانانو د مسلكي روزنې له پروګرامونو سره مرسته وكړي.
په دې هكله د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د مخابراتو د سرپرست وزيراو د ايران د مخابراتو د وزير محمدرضا تقي پور ترمنځ يوه تفاهم نامه لاسليك شوه، چې له مخې به يي ايران د افغانستان د مخابراتو له تربيوي مركزسره شپږ ميليونه ډالره مرسته وكړي.
د افغانستان د مخابراتو سرپرست وزيرانجنيراميرزى سنګين د دې مرستو په هكله وويل:
"د ايران د څه د پاسه شپږ ميليونو ډالرو په مرسته به د مخابراتو تربيوي مركز نورهم مجهز او د مخابراتي چارى به په نړېوالو نورمونو برابرشي."
ښاغلي سنګين وويل، د ايران نوى مرسته به دا زمينه برابره كړي، چې، د هېواد د مخابراتو د تربيوي مركز كاري ظرفيتونه لوړاو د زياتو محصلانو په جذبولو سره به دا مركز، په انسټيټوټ بدل شي.
انحینیر امیرزی سنګین له خپل ایراني سیال سره د ايران د مخابراتو وزيرمحمدرضاتقي پور وويل، چې دوي به په دى برخه كې به له افغانستان سره نورې مرستې هم وكړي. ده وويل:
"د ايران د اسلامى جمهوريت او د افغانستان د اسلامي جمهوريت ترمنځ د مخابراتو او نورو علمي اوفرهنګي برخو كې مرستې، د دواړوهېوادو په ګټه دي. غواړو د دواړوهېوادونو ترمنځ اړيكي پراخ اوسيمه ايزو او نړيوالو ستونزو ته په ګډه سره د حل لارې ومومو."
كابل ته د ايران د ولسمشر د سفرپه لړكې د افغانستان د مخابراتو له تربيوي مركزسره د ايران د شپږ ميليونو امريكايي ډالرو مرسته، د ايراني پلاوي عمده مرسته ګڼل كيږي.
افغان چارواكي وايي، ايراني چارواكوله دوي سره د نورو مرستو ژمنې هم كړي دي.
خو په هېواد كې ځيني خلك وايي، چې له افغانستان سره د ايران مرستې دهغه هېواد د ځانګړو اهدافو له مخې كيږي.
سره له دې، چې ايران په وروستيو كلونو كې له افغانستان سره نورې مرستې هم كړي دي، خو څرنګه چې امريكا د افغانستان ملاتړكوي او ايران د امريكا مخالف دى، ځيني كړۍ دغو مرستو ته د شك په سترګه ګوري.