راتلونکې خپرونه


خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

راپورونه / افغانستان

مشرانو جرګې په ایران کې د افغان زندانیانوپه اعدامېدو اندېښنه ښودلی

19.12.1388

د افغانستان د مشرانو جرګې د شكايتونوكميسيون په ايران كې د شاوخوا درې زروافغان زندانيانو د اعدامولو د حكم په پرېكړې اندېښنه څرګنده كړه، چې په نږدې راتلونكې كې به په دغه هېواد کې هغه درى زره افغان زندانيان چې په اعدام محكوم شوي، اعدام كړي.

د افغان حکومت او ددې هېواد د مشرانو جرګې په ايران كې د هغو زرګونو افغان زندانيانو د برخليك د معلومولو غوښتنه كړې، چې زیاتره يي له مخكې په اعدام محكوم شوي دي.

د مشرانو جرګې د شكايتونو د اورېدو كميسيون د معلوماتو له مخې په ايران كې شاوخوا درې زره افغان زندانيان په بېلابېلو جرمونو په اعدام محكوم شوي.

د چهار شنبې په ورځ دغه كميسيون په دې اړه خپلې غونډې ته د كډوالو چارو وزارت مرستيال او د دغه وزارت د اړيكو عمومي ريس را غوښتي و.

د كډوالو چارو وزارت مرستيال فضل احمد عظيمي وويل، اكثره افغانان د نشه يي توكو د قاچاق په تور نيول شوي، چې د ايران د قانون پر بنسټ په اعدام محكومېدی شي:
مشرانو جرګه


"د ايران په خاوره كې ۵ تر ۶ زره افغانان د ايران په خاوره كې بنديان دي. په سلو كې ۶۰ يي د نشه يي توكو د قاچاق په تور بنديان شوي، چې د قانون له مخې يي دغه مجرمين په اعدام محكوميږي، په سلو كې ۳۰ په غلا تورن دي، په سلو كې ۵ په قتل او په سلو كې ۵ نور په جنايي جرمونو تورن دي."

په همدې حال د مشرانو جرګې د شكايتونو د اورېدو كميسيون مشر ډاكټر زلمي په اړونده چارواكو د نه پاملرنې له امله نيوكه وكړه او ويي ويل:

" په دې برخه كې زموږ حكومت څه كړي دي؟ موږ په كابل كې د ايران سفارت لرو، ايا تاسو له هغوي سره دغه موضوع ياده كړې ده، چې افغانانو څه ګناه كړې ده چې تاسې له ۵۰۰۰ زرو افغانانو څخه ۳۰۰۰ زره په اعدام محكوم كړي دي؟ دا ډېره وېرونكې موضوع ده.
موږ وغوښتل چې دغه موضوع لومړۍ له تاسې سره مطرح كړو ځكه، چې تاسې مستقيما مسوليت لرى او وموغوښتل، چې ستاسو په پاليسى پوه شو، له هغه وروسته ګورو چې كميسيون ښه كولى شي."

په بهرنيو چارو وزارت كې د ملګرو ملتونو د ادارې مدير سيد انور انورزۍ وايي، چې ايراني چارواكي د افغان زندانيانو د برخليك د معلومولو په برخه كې د خبرو اترو لپاره چمتو نه دي، خو نوموړي وويل، چې په ايران كې د افغان زندانيانو د اعدامولو د حكم په هكله د افغان حكومت لوړ پوړي چارواكو ته هم خبر وركړل شوى دى.

ښاغلي انورزي همدا راز زياته كړه، چې ښايي دغه موضوع د افغان او ايران ولسمشرانو ترمنځ هم ياده شي:

"كولاى شم، چې كميسيون ته اطمينان وركړم چې د دې موضوع په هكله هرڅومره معلومات ترلاسه كړو د كميسيون مشراو نوروغړو سره شريك كړو.

افغان حكومت په داوطلبانه توګه د افغان كډوالو د بېرته ستنېدوغوښتونكي دي. دا هغه موضوع ده چې رياست جمهوري ته وړاندې شوې ده."

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې تر دې مخكې هم د كډوالو په چاروكې د ملګرو ملتونو د سازمان د استازو په ګډون له ايراني چارواكو سره د افغان كډوالو د ستونزو په اړه خبرې شوې وې، خو دغه بهير له ۲۰۰۸ ميلادي كال راهيسي قطع شوى دى.

د مشرانو د شكايتونو اورېدو د كميسيون د غونډې په پاى كې پرېكړه وشوه، چې په تازه اړيكو كې به له ايراني چارواكو سره په دې برخه كې خبرې وشي او د بهرنيو چارو او د كډوالو چارو وزارتونه به خپل كاري رپوټونه د افغانستان د مشرانو جرګې د شكايتونو د كميسيون ته وړاندې كوي.
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس