د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې د ملي اردو په ليكوكې د هېواد د زلميانود شاملېدوغوښتنه زياته شوې ده.
د افغانستان د دفاع وزارت او په هېواد كې د ايساف د ځواكونو چارواكو د چهارشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې د هېواد ملي اردو له يوې ورځې نه بلې ته د كميت او كيفيت له پلوه د پراخېدو اوسمبالېدو په حال ده او كوم اهداف، چې د دې اردو د كميت او كيفيت د پورته کولو لپاره په پام كې نيول شوي دي، په ټاكلي وخت به ترسره شي.
د افغانستان د دفاع د وزارت وياند جنرال محمدظاهر عظيمي وويل:
"هغه هېواد پال ځوانان، چې مراجعه كوي، شمېريي زموږ له هيلي څخه زيات دى، موږ په تېرو درېو مياشتو كې ملي اردو ته څلور ويښت زره او شپږ پنځوس داوطلب زلميان درلودل، دوه زره څلورسوه او اته څلويښت غير حاضر هم بيرته راغلي دي همدارنګه څلور څلويښت ښځې او انجونې هم دا وطلبى شوي، چې په اردو كې شاملي شي، دوي به له شپږ مياشتنى روزنيز كورس وروسته د اردو په ليكو کې شاملي شي."
جنرال عظمي وويل، نوى زلميان چې د اردو په ليكو كې شامليږي، د هېواد د ټولو ولايتونو او ټولو قومونو استازيتوب كوي او جذب ته يي د پوځي روزنو مركزونه مجهز او ټولې اسانيتاوې ورته په پام كې نيول شوي دي.
د ايساف د ځواكونو وياند جنرال تريمبلي د هلمند په ولايت كې روانو عملياتو ته اشاره وكړه او ويي ويل، چې د هغه ولايت د مارجې او نادعلي په ولسواليو كې،عملياتو جنګي وضيعيت تېركړى او هڅې روانې دي، چې د خلكو ژوند يي عادى حالت ته را وګرځوي. جنرال ټريمبلي وويل:
"د افغان او نړېوالو ځواكونو زياتوالی او ښه حكومتدارى په خپله د دښمن د فعاليت ساحه تنګوي، د هلمند د مارجې او نادعلي په ولسواليو كې اوس مهال يو مثبت خوځښت پيل شوى، منظمې پېرې او ګزمې روانې دي اود دولتي حاكميت نښې په كې ليدل كيږي.
اړوندو ارګانونو هڅې پيل كړي دی، چې بې ځايه شوېو سره مرستې وكړي او خپلو كورونو ته يي ورستانه كړي."
د دفا ع وزارت وايي، اوس مهال د هېواد د ملي اردو د ليكو شمېر له يولكو څخه زياتيږي او په پام كې ده، چې په راتلونكي لمريز كال كې دا شمېره يو لكو پنځوسو زروته ورسوي.
خو خلك وايي، دا وزارت بايد د اردو د ليكو كيفيت ته هم پام وكړي او د دې ترڅنګ دى، د هغوي د امتيازاتو په وركولو كې هم ځنډ ونه كړي.