پاکستان د القاعده شبکې ویاند ادم ګدان نه دی نیولی

د القاعده شبکې ویاند ادم ګدان
19.12.1388
پاکستاني چارواکي وایي، کوم کس چې دوي په کراچۍ ښارکې نیولی د القاعده شبکې ویاند ادم ګدان نه دی چې امریکا یي په تعقیب کې ده.
پاکستاني چارواکي وایي، دا نیول شوی کس ابو یحیی ادم نومیږي او د ګدان له نږدې ملګرو څخه دی. ۳۱ کلن ګدان له ۲۰۰۱ کال راهیسي تر اوسه څو ځلي په ویډیویي کسټونو کې راڅرګند شوی او د خبري رسنیو له لارې یي په خپلو پیغامونو کې لویدیځو هېوادونو ته ګواښونه کړي دي.
اسوشئټډ پرېس اژانس لیکي: د ادم نامه په لومړي سرکې موضوع يوڅه پيچلي کړه خو وروسته معلومه شوه، چې نیول شوی کس د القاعده ویاند نه دی.
د پاکستان د استخباراتو یو مامور،چې نوم یي نه دی په ډاګه شوی وایي، نیول شوی کس په ویاړسره وایي، چی د القاعده شبکې غړی دی.
یوه امریکایي چارواکي هم د دوشنبې په ورځ ومنله، چې د پاکستان په کراچۍ ښارکې نیول شوی سړی ادم ګدان نه دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک وایي، په دې وروستیوکې څو تنه امریکایي اتباع په پاکستان کې نیول شوي دي، خو په اسلام اباد کې د امریکا سفارت وایي، د امریکایي اتباعو په نیولو نه دی خبر.
د القاعده شبکې یو امریکایي غړي د وروستي ځل لپاره په ۲۰۰۸ میلادي کال کې په پاکستان کې نیول شوی و. دا سړی برینات نیل ویناس نومېده او په پېښور کې نیول شوی و.
په راپورونو کې دا هم ویل شوي، چې یو شمېر نور امریکایي اتباع پاکستان ته تللي ترڅو له القاعده او طالبانو سره اړیکي ټینګ کړي.
په دې کسانو کې د امریکایي طالب جان واکر، چې بندي شوی و او دغه راز د هوزي پاندیلا، چې افراطیانو ته یي مالي مرستې برابرولې، نومونه هم یاد شوي دي.
له بلې خوا د پاکستان پولیسو د تېر سپتمبر میاشت کې پنځه تنه امریکایي مسلمانان د سرګودې ښار کې له تروریستانو سره د اړیکو ټینګولو په تور نیولی وو.
د امریکا په تکزازس ایالت کې د سیاسي څیړنو د مرکز څیړونکی کامران بخاري وایي، د القاعده له خوا د امریکاییانو د استخدامولو خطر څرګند شوی دی. دی وایي، دا خطر د هغو کسانو له خوا نه دی چې امریکا ته ازادانه سفر نه شي کولای بلکه القاعده د هغو کسانو د جزب او استخدام هڅې کوي، چې امریکایي تابیعیت ولري او د امریکایي پاسپورټ پواسطه له کومې ستونزې پرته امریکا ته سفر وکړای شي او ستونزې رامنځ ته کړي.
اسوشئټډ پرېس لیکي: د همدې خطرونو او ګواښونو له امله د امریکا متحده ایالاتو په پاکستان فشار اچولي، چې په دې هېواد کې د دېره طالب او القاعده مشرانو په ضد جدي اقدام وکړي.
د څیړونکو په نظر د طالبانو د دوهم نمبر مشر ملا برادر او نورو افراطیانو له نیولو څخه داسې ښکاري، چې پاکستان تر یوه حده د امریکا غوښتنې ته ځواب ویلی او د تروریزم ضد جګړې کې یي له واشنګټن سره خپله همکاري زیاته کړی ده.