د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۴۲

ایکن بيري : له افغان میرمنو سره د مرستو په ژمنو ولاړ یوو

په كابل كې د امريكا سفير كارل ايكن بيري
په كابل كې د امريكا سفير كارل ايكن بيري

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت او په كابل كې د امريكا سفارت په دوو بېلوغونډوكې د مارچ اتمه يا د ښځو نړېواله ورځ ولمانځله، په دې مناسبت د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت چارواكو ويلي، په بهرني سياست كې د ښځو د ونډې د لا زياتولو لپاره به هلې ځلې وكړې.


په كابل كې د امريكا سفير كارل ايكن بيري چې د سې شنبې پر ورځ د ښځو د نړېوالې ورځې د لمانځنې په غونډه كې وينا كوله وويل، هېواد يي د افغان ميرمنو لپاره ځيني اسانتياوې را منځ ته كړي او پر خپلو ژمنو ولاړ دي.


ښاغلي بيري وويل، دوي له دوه كلو راهيسي د افغان ميرمنو د كاري وړتيا وو د لوړ والي لپاره ۱۵۰ميليون ډالر لګولي، چې لاهم دا لړۍ روانه ده.

نوموړي وويل، چې له تېرو اتو كلونو راهيسي د افغان ښځو حالت ښه شوی او ويې ويل، چې په دې هېواد كې ښځو له ګډون پرته به د سولې پروسې بريالۍ نه شي:

"موږ په راتلونكو كلونو كې له افغان ښځو سره د مرستې دوام ته ژمن يو او موږ به خپلې لارې چارې له افغان حكومت او مدني ټولنو له مرستې سره يوځای پر مخ بوځو.

د امريكا متحده ايالت باور لري، چې د ژوند په ټولو برخو كې د افغان ميرمنو له ګډون پرته به سوله پر مخ ولاړه نه شي موږ باور لرو، چې ښځې بايد د ولايتونو له چارو نيولي ان تر كابيني پورې ونډه ولري."

په دې غونډه كې د امريكا د سفير ميرمنې چينګ ايكن هم غونډې ته د وينا پر مهال په تېرو اتو كلونو کې د افغان ميرمنو لاس ته راوړنې وستايلې.

په غونډه كې د امريكا د بهرنيو چارو وزيري ويډيو يي پيغام هم خپورشو، چې افغان ميرمنو ته يي د مارچ د اتمې نېټې په مناسبت مباركي ويلې وه.

په تېرو څو ورځو كې د افغانستان د دولت ادارو هم په غونډو او ژمنو سره دغه ورځ لمانځلې ده.

د سې شنبې په ورځ د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت چارواكو د يوې غونډې په ترڅ كې وويل، دوي په بهرني سياست كې يوشمېر افغان ميرمنو ته فعاله ونډه وركړې ده.

په كابل كې د بهرنيو چارو وزيرډاكټر زلمي رسول خبريالانو ته وويل:

"د بهرنيو چارو وزارت، چې بهرني سياست مخ ته وړي د افغانستان د اساسي قانون په رڼا كې يي په بهرني سياست كې افغان ميرمنې هم شريكي كړي دي زه نه غواړم، چې له ارقامو څخه يادونه وكړم خو په لوړ غږ ويلي شم، چې نارينه او ښځینه د قانون له مخې يوشان حق لري موږ په دې برخه كې له كوم تبعيض او امتياز پرته به خپلې چارې پر مخ بوځو."

كه څه هم د تېرو څو كلونو راهيسي په افغانستان كې د مارچ اتمه د ښځو د نړېوالې ورځې په توګه لمانځل كيږي، خو يو شمېر كتونكي انتقاد كوي چې د ښځو د ستونزو د له منځه وړلو لپاره په ځانګړې توګه په لرو پرتو سيمو كې ډير كار نه دى شوى.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG