ژوندۍ خپرونې

دري خپرونه

راتلونکې خپرونه

ورځنى سندريز پروګرام

په ننګرهار كې سيلابونه

كركټ په نورستان كې

د وطني ديګيو بازار ګرم دى

راپورونه / افغانستان

ولسمشر حامد كرزى په نږدې راتلونكې کې پاکستان ته ځي

افغان ولسمشرحامد کرزي څه موده مخکې په ترکیه کې د خپل پاکستاني سیال اصف علي زرداري سره خبرې کړې وې .

افغان ولسمشرحامد کرزي څه موده مخکې په ترکیه کې د خپل پاکستاني سیال اصف علي زرداري سره خبرې کړې وې .

وروستی بدلون 18 12 1388 03:56 PM

د ولسمشر كرزي د وياند مرستيال سيامك هروي ازادي راډيو ته وويل، چې ولسمشر كرزى به له پاكستاني سيال سره په ليدنه كې د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسي، ټولنيزو او اقتصادي اړيكو پر پراختيا او همدارنګه په پاکستان کې د نیول ویو طالب مشرانو د سپارنې په اړه خبرې وكړي.

كه څه هم پاكستان ته د افغان جمهور رييس حامد كرزي د سفر دقيقه نېټه تراوسه نه ده اعلان شوې، خو افغان چارواكي وايي، حامد كرزى د خپل پاكستاني سيال په بلنه دغه هېواد ته ځي.

د ولسمشر كرزي د وياند مرستيال سيامك هروي له ازادي راډيو سره په مركه كې وویل، چې ولسمشر كرزى به په پاكستان كې د دغه هېواد د ولسمشر اصف علي زرداري په ګډون له يو شمېر لوړپوړيو چارواكو سره په بېلابېلو روانو مسايلو خبرې وكړي:

"د افغانستان ولسمشر كرزي په خبرو اترو كې به سيمه ييزه همكاري، د تروريزم پروړاندې مبارزه او د اقتصادي او سوداګريزو اړيكو پراختيا شامله وي."

په تېره مياشت كې د پاكستان استخباراتي سرچينو د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو كې يو شمېر جګپوړي افغان طالبان ونيول، چې په كې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر مرستيال ملا برادر هم شامل دى.

افغان دولت له دې مخكې هم له پاكستاني چارواكو غوښتي و، چې نيول شوي افغان طالبان دې افغان دولت ته وسپاري، د پاكستان يوې محكمې د دې غوښتنې خلاف پرېكړه كړې ده.
د ولسمشر حامد کرزي د ویاند مرستیال سیامک هيروي


د ولسمشر د وياند مرستيال سيامك هروي وويل، د ولسمشر كرزي د سفر په اجنډا كې افغان دولت ته د دغو نيول شويو طالب مشرانو د سپارلو مساله هم شامله ده:

"طبعي خبره ده، هغه افغان طالبان چې په پاكستان كې نيول شوي دي، څو ورځې مخكې مو له پاكستان څخه رسماً غوښتنه وكړه، تر څو افغان چارواكو ته يې وسپاري. له پاكستان سره د خبرو اترو په اجنډا كې دا هم شامله ده."

يو شمېر افغان كارپوهان په دې باور دي، چې پاكستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزه كې له افغانستان او نړيوالې ټولنې سره ريښتيني دي.

دوى او يو شمېر افغان چارواكو تل په پاكستان تور لګولي، چې په خپلې خاورې كې د وسلوالو طالبانو د اډو په له منځه وړلو كې لازم اقدامات نه كوي، خو پاكستاني چارواكي بيا دغه تورونه ردوي.
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس