ژوندۍ خپرونې

دري خپرونه

راتلونکې خپرونه

ورځنى سندريز پروګرام

په ننګرهار كې سيلابونه

كركټ په نورستان كې

د وطني ديګيو بازار ګرم دى

راپورونه / افغانستان

جاپان افغانستان سره د پوهنې په برخه کې مرسته وکړه

ښاغلی فاروق وردګ زیاته کړه، چې سواد د خلكو بنيادي حق دى

ښاغلی فاروق وردګ زیاته کړه، چې سواد د خلكو بنيادي حق دى

18.12.1388

جاپان، په افغانستان كې د بې سوادي د له منځه وړلو د پروګرام لپاره د دې هېواد د پوهنې له وزارت سره د نوولس نيم ميليونو امريكايي ډالرو د مرستې ژمنه وكړه. د دې مرستې تړون د سې شنبې په ورځ په كابل كې، د پوهنې د وزيراو په افغانستان د جاپان د سفير ترمنځ لاسليك شو.

د جاپان حكومت په افغانستان كې د ليك لوست د زده كړې د پروګرام له دوهم پړاو سره د نوولس نيم ميليونو امريكايي ډالرو مرسته اعلان كړه.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، دا پروګرام به د هېواد په نهو ولايتونو كې د روان ميلادي كال د مارچ په مياشت كې پېل او د دوه زره ديارلسم كال تر اپريله به دوام وكړي.

دجاپان سفير"شي، جي، يوكي هيروكي"د سې شنبې په ورځ د پوهنې له وزير ډاكتر فاروق وردګ سره د تړون د لاسليك كېدو پرمهال وويل،
د جاپان سفير"شي، جي، يوكي هيروكي"
هېواد يي ژمن دى چې له افغانستان سره د دوى د تېرو مرستو په دوام، نورې مرستې هم وكړي.

ښاغلي"شي، جي، يوكي هيروكي"وويل:

"د دوست هېواد جاپان د نولس نيم ميليونو ډالرو په مالي مرسته او د يونسكو په تخنيكي همكارۍ به د هېواد په نهو ولايتونو بادغيس، فراه، غزني، خوست، كنړ، نيمروز، نورستان، ارزګان او زابل كې، د سواد د زده كړې درې كلن پروګرام پيل او په دې سيمو كې به درې لكه خلك باسواده كړي."

د پوهنې وزارت وايي، په هېواد كې د ليك لوست د زده كړې د پروګرا م لومړۍ پړاو هم دوه كاله مخكې د جاپان په مالي مرسته په نهو ولايتونو كې پيل شوى وو، چې اوس هم روان او څه كم لك تنه يي، د ليك لوست له نعمته برخمن كړي دي.

دوهم  پړاو، چې د پيل كېدو په حال كې دى، دا هم د جاپان په مالي مرسته د هېواد په نهو نورو ولايتونو كې پلي كيږي.

د پوهنې وزير ښاغلي فاروق وردګ په هېواد كې د ليك لوست د زده كړې د نوي پروګرام په هكله وويل:

"سواد د خلكو بنيادي حق دى. سواد د سولې او د ټولنې د پرمختګ لامل دى. جاپان په دې لاره كې له افغانستان سره د نولس نيم ميليونو ډالره مرسته كوي او د خپل حكومت په استازيتوب وايم، چې جاپان به په دې لاره كې خپلو مرستو ته دوام وركړي."
د پوهنې وزير ښاغلي فاروق وردګ


د پوهنې د وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال په هېواد كې كابو يوولس ميليونه نفوس ليك لوست نه شي كولاى، چې دا د هېواد د اقتصادي، سياسي او  فرهنګي پرمختګ په لار كې يوه لويه ستونزه ده.

همدارنګه خلك وايي، اوس هم د هېواد په ډيرو سيمو كې انجونو او هلكانو ته د زده كړې زمينه نه ده برابره شوى. او په لسګونو زره داسې ماشومان او تنكي ځوانان شته چې ښوونځي ته د تګ پرځاى په شاقه كارونو بوخت دي.

خو د پوهنې وزارت وايي، چې د پوهنې د ستراتيژيك ملي پروګرام د پلي كېدو په نيتجه كې به تر درې نوييم لمريز كاله پورې، د هېواد په سلو كې اتيا وګړي، ليك لوست وكړاى شي.

راپور:خان محمد سیند
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس