بایډن: اسراییل دې د ایران پرضد حمله کې له احتیاطه کار واخلي
د امریکا د ولسمشر مرستیال جوبایډن وروستی بدلون 18 12 1388 03:23 PM
د امریکا د ولسمشر مرستیال جوبایډن منځني ختیځ ته د درې ورځني سفر په ترڅ کې پرون اسراییلو ته ورسید. دی به په دې سفر کې اسراییلي او فلسطیني چارواکي دې ته وهڅوي، چې د سولې خبرې چې له اوږدې مودې راهیسې په ټپه دریدلي، له سره پیل کړي.
د امریکا د ولسمشر مرستیال جوبایډن اسراییل ته د سفر د مخه د دوشنبې په ورځ وویل، د امریکا د ولسمشر بارک اوباما اداره، چې له اسراییل سره یې د امریکا پوځي اړیکو ته پراختیا ورکړې، له خپل نږدې متحد سره به د ایران له لورې د هر ګواښ په وړاندې همکاري لاپراخې کړي.
ډېره تمه ده، چې جوبایډن به د اسراییل مشرانو ته ووایي چې په اوس وخت کې چې د نړۍ قدرتونو پر تهران د نویو بندیزونو د لګولو هلې ځلې زیاتې کړي، د ایران پرضد حمله کې له ډیر احتیاطه کارواخلي.
جوبایډن د اسراییل له مشهورې ورځپاڼې یدیوت اهرونوت سره په مرکه کې په دې ټینګار وکړ، چې واشنګټن پر ایران د نړیوالو ډيپلوماتیکو فشارونو لپاره هڅو ته زور ورکړي اوهم د امریکا د خزانې وزارت په یواړخیزه توګه د تهران پرضد اقدامات زیات کړي دي.
رویټرز اژانس وایي، جوبایډن د یوې پوښتنې په ځواب کې چې پر ایران د اسراییل د حملې احتمال څومره ویني وویل، که څه هم دی هغو پوښتنو ته چې د فرضیو په اساس ولاړې وي ځواب نه شي ویلی، خو د اسراییل خلکو ته ډاډ ورکوي، چې د یوه متحد په توګه به امریکا له دوی سره په ګډه د هرې امنیتي پیښې په وړاندې مقابله وکړي.
جوبایډن وویل، په اټومي وسلو سمبال یو ایران که پر اسراییل حمله وکړي دا به یواځې پر اسراییل حمله نه بلکه پرمتحده ایالاتو هم حمله وانګېرل شي.
بایډن وویل، متحده ایالات هرکال اسراییل ته د درې ملیارډ ډالرو معادل پوځي مرستې ورکوي او زیاته یې کړه موږ د دواړ هېوادونو د دفاعي همکاریو له څیړنې وروسته له اسراییل سره مرستې دوه برابره کړي، څو دا ډاډ حاصل کړو چې اسراییل په سیمه کې له پوځي پلوه خپل برلاسی خوندي وساتي، له اسراییل سره مو پوځي تمرینونه پراخ کړي او له دې هیواد سره مو د هوایي مدافع د توغندویي سیسټم په برخه کې همکاري زیاته کړې ده.
اسراییل چې ویل کیږی په سیمه کې یواځینی اټومي وسلو لرونکی هېواد دی، په ۱۹۸۱ کال کې یې دعراق پراټومي تاسیساتو او په ۲۰۰۷ کال کې یې د سوریې پراټومي تاسیساتو حملې وکړې، خو ډېرڅارونکي په دی باور دي، چې د اسراییل ځواکونه د ایران پراټومي تاسیساتو د پراخې حملې لپاره ډېرکوچېنی دی اوښایي د دې توان ونه لري، چې د ایران پرلیري پرتو او کلکو امنیتي اټومي تاسیساتو پراخې حملی وکړې بلکه یواځې خنډپیښونکي رول لرلي شي.
تمه نه کیږي چې جوبایډن به چې د دوشنبې په ورځ بیت المقدس ته رسیږي او ترپنجشنبې پورې به په اسراییل کې پاتې شي، د اسراییل او فلسطیینانو ترمنځ په غیر مستقیمو خبروکې برخه واخلي ځکه دغه خبرې د منځني ختیځ لپاره د امریکا د خاص استازي جورج میچل له خوا پرمخ بیول کیږي.
میچل چې په سیمه کې په سفربوخت دی د یکشنبی په ورځ یې د اسراییل له صدراعظم بینامین نیتانیاهو سره خبرې وکړې.
جوبایډن به سه شنبه په ورځ له اسراییلي او د چهارشنبې په ورځ د فلسطینی ادارې له چارواکو سره وګوري.
په همدې حال کې د فلسطیني ادارې چاروکو وویل چې له اسراییل سره به په غیرمستقیمو خبرو کې برخه واخلي.
چارواکو وویل دوی په دی پروسه کې چې څلورمیاشتی به دوام وکړی ځکه ګډون کوی څو وګوری چې د دغو خبرو په نتیجه کی پرمختګ حاصل کیدای شی که نه؟