کرېسټال: د کندهار عملیات به د هلمند عملیاتو په شان پراخ نه وي

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټېنلي مک کرېسټل وویل، د کندهار عملیات به د روان کال په دوبي کې پیل شي.
وروستی بدلون 18 12 1388 09:34 AM
په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټینلي مک کرېسټل پرون ژمنه وکړه، چې د کندهار ولایت به ترپشړ کنټرول لاندې راولي.مک کرېسټل هغو خبریالانو ته، چې د امریکا د دفاع له وزیر رابرټ ګیټس سره یې یوځای سفر کاوه وویل، په کندهار کې به مو عملیات د هلمند هومره پراخ نه وي خو موږ به یقینا کندهار امن کړو.
په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټېنلي مک کرېسټل وایي، ناټو به په کندهار ولایت کې په تدریجي ډول د ځواکونو شمېر زیات کړي، خو د څنګلوري ولایت هلمند په څېر به په دې ولایت کې پراخ پوځي عملیات ترسره نه کړي.
مک کرېسټل وویل، د ناټو ځواکونو بل هدف کندهار دی او دا تړون هیله من دی، چې په روان کال کې د دې ولایت ټولې هغه سیمې، چې اوس د دولت ترکنټرول لاندې نه دي، په خپل کنټرول کې راولي.
مک کرېسټل په کابل کې د پوځي قوماندانۍ په دفتر کې خبریالانو ته وویل، چې دی په کندهار کې د پوځي عملیاتو د پېلېدو کومه نېټه په ذهن کې نه لري خو ویې ویل، چې دغه عملیات به د مارجی په شان پراخ نه وي.
هغه وویل، له نظامي پلوه په کندهار کې عملیات به د مارجې عملیاتو ته ورته نه وي بلکه هڅه به وشي، چې په دې ولایت کې په تدریجي ډول د ډېرو سیمو امینت ټینګ شي.
مک کرېسټل وویل، په کندهار کې د عملیاتو له پيلېدو دمخه په کار ده چې د ښې حکومت دارۍ په برخه کې ډېر کارونه ترسره شي.
مک کرېسټل له دې څخه ډډه وکړه د دغو عملیاتو دقیقه نېټه په ډاګه کړي. هغه د دې پوښتنې په ځواب کې، چې کله به د عملیاتو لپاره کندهار ته ټول ځواکونه ورسیږی وویل، د روان کال دوبي په پيل کې او زیاته یې کړه هغه مهال به په کندهار کې زموږ د ځواکونو شمېر ډېر زیات شوی وي.
ویل کیږي مک کرېسټل، چې د نوي ستراتیژۍ طراح بلل کیږي، د ورځې یووخت ډوډۍ خوري او د شپې یواځی څوساعته خوب کوي، او نور ټول وخت یې کار ته وقف کړی دی.
هغه تېر اګسټ د جګړې په اړه په څیړنه کې کندهار د طالبانو د کوټې د قیادي شورا لپاره چې مشري یې ملاعمر کوي، یوکلیدي جغرافیایي هدف بللی و.
وسله والو طالبانو په تیر کال کې د کندهار ښار په خوا وشا ډېرو سیمو کې خپل نفوذ پراخ کړی و، خو د مارجې برعکس په مشخصو سیمو بشپړ کنټرول نه لري. د ناټو د چارواکو په وینا د دې ولایت په ډېروسیمو کې لږ او زیات حکومتي واک نافذ دی.
په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو لوړ رتبه ملکي چارواکي بریتانوي ډیپلوماټ مارک سېډوېل وایي، په کندهار کې یوه عمده ستونزه دا ده چې په څه ډول کیدای شي د دې ولایت اوسیدونکي قومونه ټول داسې احساس کړي چې سیمه ییزې ادارې د دوی استازیتوب کوي.
هغه وویل، مشخصې ډلې واک په لاس کې لري او نور قومونه داسې احساس کوي چې له هرڅه محروم دي. ښاغلی سېډوېل وویل، طبعا همدغو اختلافاتو، لانجو، خوابدیو قهر او غوصی اوهمدارز شخړو ته لار هواره کړې ده.
مارک سېډیوېل وویل، په کندهار کې ترډېره بریده وضعیت دا ډول دی او په کار ده، چې د پوځي عملیاتو تر پیلېدو دمخه باید په سیاسي برخه کې ډېر کار وشي، د کندهار د مختلفو قومونو مشران او سپین ږیري باید یوه شورا یا جرګه جوړه کړي او په هغې کې خپلې ستونزې وڅیړي او د حل لاری ورته ولټوي.
د رویټرز په وینا د کندهار تر ټولو ځواکمن چارواکی د ولسمشر حامد کرزي ورور احمد ولي کرزی دی، چې د ولایتي شورا مشري په غاړه لري.
امریکایي پوځي پلان جوړونکي وایي، د کرزي د کورنۍ رول د هلمند په نسبت په کندهار کې بل ډول فضا رامنځته کړې.
په کندهار کې چې احمد ولي کرزی یوه ځواکمنه څېره ده، په دې ولایت کې له مختلفو قومونو سره د ارتباطات په هغه شکل نه دی، چې د هلمند والی یې له مېشتو ټولو قومونو سره لري.