ژوندۍ خپرونې

دري خپرونه

راتلونکې خپرونه

ورځنى سندريز پروګرام

په ننګرهار كې سيلابونه

كركټ په نورستان كې

د وطني ديګيو بازار ګرم دى

راپورونه / افغانستان

کرزي : له پاکستان څخه مو غوښتي چې نېول شوي افغان طالبان را وسپاري

افغان ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې د امریکا د دفاع له وزیر رابرټ ګیټس سره یو ځای په یوه خبري غونډه کې خبرې وکړې .

افغان ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې د امریکا د دفاع له وزیر رابرټ ګیټس سره یو ځای په یوه خبري غونډه کې خبرې وکړې .

17.12.1388

د افغانستان جمهور ريس حامد كرزي د متحده ايالاتو ددفاع له وزير رابړټ ګيتس سره د دوشنبې په مازيګر په يوې ګډې خبري غونډه كې د سولې د بهير ، په پاكستان كې د نيول شويو طالبانو ، فساد ، ملكي تلفاتو او يوشمير نورو مهمو مسلو په اړه ژورنالستانو ته خبري وكړې .

د امریکا د متحده ايالاتو ددفاع وزير د افغانستان او پاكستان لپاره د متحده ايالاتو د ځانګړي استازي ريچارډ هولبروك له هاغې خبرې سره مخالفت څرګند كړ چې ګويا د هرې پښتنې كورنۍ لږ تر لږه يو غړی له طالبانو سره اړيكي لري .

ريچاډ هولبروك دغه خبره د هاوارډ په پوهنتون كې د خپلې وينا پرمهال كړي وه خو كله چې ازادۍ راډيو په دې اړه ددفاع له وزير رابړټ ګيټس څخه پوښتنه وكړه ، نوموړي داسې وويل:

((سره له دې چې د افغانستان او پاكستان لپاره د متحده ايالاتو ځانګړی استازي ريچارډ هولبروك ته بشپړ درناوی لرم خو دا په دې معني نه ده چې له ټولو هغو څيزونو سره چې هغه يې وايي موافق و اوسم او ددغي خبري په اړه هم ورسره موافق نه يم .))

ښاغلي كرزي وويل چې په دې اړه د رابړټ ګيټس ځواب په حقيقت كې دده ځواب هم دي او له طالبانو سره د روغې جوړې په اړه يې وويل چې له ټولو هغو طالبانو سره به خبري وشي او ددوی غيږه ورته پرانستي ده څوك چې له القاعدي او ترویستانو سره اړيكي ونه لري .

جمهور ريس حامد كرزي په پاكستان كې د نيول شويو طالبانو په اړه داسې وويل:

(( په پاكستان كي د هغو افغانانو د نيولو په اړه چې د طالبانو په تشكيلاتو كې وه بايد و وايم چې د افغانستان دولت دې هيواد ته د هغوی د استولو په برخه كې يو درخواست ليږلی دی او دا چې بيا دلته به ورسره څه ډول چلند كيږي هغه به بې له شكه چې د افغانستان د اساسي قانون په رڼا كي به وي .))

پدي خبري غونډه كې د اداري فساد په اړه هم دواړو مشرانو خبرې وكړې او ولسمشر حامد كرزي وويل چې زيات فساد په افغانستان كي په يوشمير نړيوالو قراردادونو كې دی چې حتي د افغانستان حكومت هم پري خبر نه دی .

خو رابرټ ګيټس وويل چې دوی به يې په اړه جدي پلټنې وكړي ځكه چې دا ډول فساد به له افغانستان سره د امريكا په خيريه مرستو باندې هم ناوړه اغيزه وكړي .

د امريكا ددفاع وزير رابرټ ګيټس دا هم وويل چې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د عمومي قومندان مايك كريسټال له خوا چې د ملکي وګړو د ژغورنې كوم سياست غوره شوی تر ډير بريالی او دده په وينا په ډرامټيكه توګه د ملكي تلفاتو د كميدو سبب شوی .

نوموړي په مارجه كې روان پوځي عمليات بريالي وګڼل او ژمنه يې وكړه چې نړيواله ټولنه به پدغه ځای كې تر دې وروسته د بيارغونې او اقتصادي پروژو په برخه كې زيات تمركز وكړي او دې به د ناټو له چارواكو سره په دې خبرې غور وكړي چې افغانستان ته نور پوځي روزونكي هم واستوي .

دا افغانستان ته د متحده ايالاتو ددفاع د وزير رابړټ ګيټس ۱۲ سفر دی، تر دې مخكي دي تيره ډيسمبر مياشت افغانستان ته راغلی و چې په هغه مهال يې هم له افغانستان سره د امريكا د اوږد مهاله مرستو په اړه ډاډ وركړي وه .

راپور : مجاهد جواد
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس