ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د بېلابېلو پوهنتونونو د حقوقو او شرعياتو پوهنځيو محصلين د لومړي ځل لپاره په امريكا كې د نړيوالو محاكمو د بحث او مناظرې په سياليو كې برخه واخلي.
دا محصلين د كابل، ننګرهار، البيروني او كاپيسا پوهنتونونو څخه د ازادو سياليو وروسته غوره شوي.
په دې سياليو كې، چې د واشنګټن پوهنتون په همكارۍ د حقوقي زده كړو د خپلواك مركز له خوا جوړې شوې وې، د البيروني پوهنتون محصلين په دې وتوانېدل چې لومړى مقام وګټي.
په كابل كې د امريكا د متحده ايالاتو اقتصادي سفير انتوني وين، چې په دې اړه جوړې شوې غونډې ته يې وينا كوله وويل، د افغانستان په څېر هېوادونه قاضيانو او حقوق پوهانو ته ډېره اړتيا لري.
ښاغلي وين وويل، د دې سره چې په افغانستان كې د حقوق پوهانو او قاضيانو په وړاندې ډېرې ستونزې پرتې دي خو بيا هم هيله ده، چې تاسو به په افغانستان كې د اداري فساد په وړاندې كلكه مبارزه وكړئ.
”دا يو ډېر سخت كار دى، بايد تاسو ډېر زحمت وګالۍ چې خپل مقام ته ورسېږى.
افغانستان تاسو غوندې قاضيانو او حقوق پوهانو ته ډېره اړتيا لري، هيله ده چې تاسو به په افغانستان كې د اداري فساد او رشوت په وړاندې ډېره مبارزه وكړئ. په یوه هېواد کې، چې په هره اندازه حقوق پوهان ډېر وي عدالت به ښه پلي كېږي.“
افغان محصلين به د مارچ د مياشتې په وروستيو كې په دغو نړيوالو سياليو كې د ګډون لپاره امريكا ته ولاړ شي.
د كابل پوهنتون د حقوقو اوسياسي علومو يو شمېر استادانو چې په دې غونډه كې يې ګډون كړى و، دا ډول علمي او رونيز پروګرامونه د افغان محصلينو لپاره خورا ارزښتمن وبلل او ویې ویل، چې دغه ډول پروګرامونه محصلین نور هم تشویقوي څو نور زیار وباسي.
تمه ده چې په امريكا كې به د محكمو د بحث په نړيواله سيالۍ كې د ۸۰ هېوادونو څخه د پنځو سوو پوهنتونونو محصلين ګډون وكړي.
افغان محصلين هم په داسې نړيوالو سياليو كې د دوى ګډون ګټور بولي او وايي، چې له دې سره به د افغان محصلينو روزنې كچه لا لوړه شي.
معصوم ميوند - كابل