د افغانستان بانك چارواكي وايي، دوي د پيسو د قاچاق د مخنيوي لپاره داسې سيستم جوړ كړى، چې له مخې يې هيڅ څوك نه شي كولی بهرته په غير قانوني توګه پيسې وباسي.
د افغانستان بانك مرستيال محب الله صافي د دوشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې د دغه سيسټم له مخې هرڅوك، چې غواړي تر يو ميليونو افغانيو پورې له هيواده بهر وباسي هغه بايد په هوايي ډګر كې له اړوندو ادارو سره ثبت كړي.
ښاغلي صافي، چې د كورنيو چارو او ماليې وزارتونو له استازو سره يې يوې خبري غونډې ته وينا كوله وويل، په هېواد كې د پيسو د تطهير د قانون له نافذېدو وروسته په غير قانوني ډول د پيسو فزيكي او يا الترونيكي ليږدول منع شوي دي.
نوموړي د يوشمېر بهرنيو رسنيو هغه رپوټونه هم رد كړل، چي ګواكې له افغانستان او په ځانګړي توګه د كابل له نړيوال هوايي ډګر څخه هره ورځ ډيرې پيسي په ناقانونه توګه ليږدول كيږي.
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت د جنايي جرمونو د تحقيقاتو رييس جنرال يارمند بيا وويل، چې پوليس كولی شي، چې د ناقانونه پيسو د انتقال مخه ونيسي.
د افغانستان بانك د معاملو او مالي راپورونو د تحليل د مركز عمومي امر محمد مصطفی مسعودي وويل، چې دوى هڅه كوي په غير قانونه توګه د پيسو د ليږد د بشپړې مخنيوي لپاره افغان جګپوړي چارواكي او بهرني ډيپلوماټان هم په هوايي ډګړ كې كنټرول كړي.
په افغانستان كې داسې مهال د ناقانونه پيسو د مخنيوي خبري كيږي چې څو ورځي وړاندي ځينو نړيوالو رسنيو له افغانستان څخه د ناقانونه پيسو د انتقال رپوټونه خپاره كړي وو.
د نړيوالو رسنيو په دغو رپوټونو كې راغلي وو، كومې پيسي چې د كابل له هوايي ډګر څخه بهرنيو هيوادونو په ځانګړي توګه دوبۍ ته انتقاليږي هغه پيسې دي، چې مرسته كوونكو هېوادونو افغانستان ته د بيا رغوني لپاره وركړې وې.