د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۰۵

کابل کې شخصي روغتونونه د مارچ اتمې په ویاړ د ښځو وړیا درمنله کوي

یو شخصي روغتون کې افغان میرمنې د وړیا درملنې لپاره راټولې شوې
یو شخصي روغتون کې افغان میرمنې د وړیا درملنې لپاره راټولې شوې

په افغانستان كې يو شمېر شخصي رغتونونو تيارى وښود، چې د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت به د يوې ورځې لپاره د نارغو مېرمنو وړيا درملنه وکړي. د مارچ اتمه، چې د ښځو نړيواله ورځ بلل کيږي د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې په بېلا بېلو مراسمو او پرورګراومونو لمانځل کيږي.

په افغانستان کې د خصوصي روغتونونو د ټولنې د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسب په كابل او هرات كې يو شمېر خصوصي روغتونونو ته سپارښتنه کړې، چې د يوې ورځې لپاره د ناروغو مېرمنو وړيا درملنه وکړي.

د نوموړي ټولنې رييس امين الله توخي وايي، چې په افغانستان کې زياتره مېرمنې د درملنې توان نه لري او دوى غواړي، چې د وړيا درملني له لارې په ټولنه کې د ښځو رول ته درناوى وښيي.

ده زياته کړه چې وړيا د رملنه د دوشنبې په سهار پيل او د سې شنبې د سهار تر اوو بجو به دوام وکړي.

"د افغانستان د شخصي رغوتونونو رهبري هیات دا تصمیم ونیو، چې هر روغتون به په خپل نوبت د افغانستان د ښځو لپاره چې د ټولنې تر نیم زیات قشر دی څه نا څه خدمت وکړي.

البته تېر کال مو هم د مور په نړیواله ورځ په ټولو شخصي روغتونونو کې ښځو ته وړیا خدمت اعلان کړی و.

د کابل شاوخوا ۳۷ روغتونونه، چې موږ سر عضویت لري، د ښځو د نړېوالې ورځ په ویاړ د څلوریشت ساعتونو لپاره وړیا خدمت اعلان شوی."


ځینو ناروغو ميرمنو چې د وړيا درملنې لپاره يو شمېر شخصي روغتونونه ته راغلې وې، له ازادي راډيو سره په خبرو کې د خصوصي رغتونونو پر دې کار خوښې خرګنده کړه او زياته يې کړه، چې دا ډول پروګرامونه بايد نور هم زيات شي.

"زه سیما یم. همدا يې مرسته ده چې زموږ درملنه وړيا كوي، كاشكې تل همداسې وړيا وي، چې ټول بې وسه خلك راشي، زه هم بې وسې يم خاوند مې كراچې چلوي په سر يې وهلې يم سر مې خوږيږي."

په همدې وخت کې يو شمېر ناروغان وايي، چې په خصوصي روغتونو کې درملنه ډېرو پيسو ته اړتيا لري نو ځکه هر وخت نه شي کولاى چې په شخصي رغتونونو کې د خپلو ناروغانو درلمنه وکړي.

كه څه هم د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي د هېواد شا او خوا اتيا په سلو کې وګړي له لومړنيو روغتيايي خدمتونه څخه برخمن دي، خو بيا هم د دغو خدمتونو د ټيټ كيفيت له امله ډېر خلك د درملنې لپاره ګاونډيو هېوادونو ته ځي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG