د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۰۵

فاروق وردك: د سولې ملي مشورتي جرګه په ثور میاشت کې جوړېږي

د سولې د ملي مشورتي جرګې د تخنيكي كميسيون مشر او د پوهنې وزیر ډاکټر فاروق وردک
د سولې د ملي مشورتي جرګې د تخنيكي كميسيون مشر او د پوهنې وزیر ډاکټر فاروق وردک

د سولې د ملي مشورتي جرګې د تخنيكي كميسيون مشر فاروق وردګ وايي، په دې جرګې كې به دولس سوه تنه برخه واخلي او د راتلونكې لمريز كال د غويي یا ثور په نهمه نېټه به په كابل كې د لويې جرګې په خيمه كې جوړه شي.

د پوهنې وزير او د دې جرګې د تخنيكي كميسيون مشر ډاكټر فاروق وردك د دوشنبې په ورځ د ولسې جرګې غړو ته د سولې د ملي مشورتې جرګې په اړه معلومات وركړل او ويې ويل چې په دې جرګې كې به د ملي شورا ټول غړي، د ولايتي شوراګانو اوه پنځوس تنه استازي، ټول واليان او د علماو د سراسري شورا ټول غړي برخه واخلي.

ښاغلي وردك څرګنده كړه، چې له هرې ولسوالۍ څخه يو قومي مشر، شل تنه ميرمنې، د كوچيانو دېرش او د معيوبينو پنځلس تنه استازي، د مدنې ټولنې او سياسي ګوندونو، د سوداګرو او دغه راز په پاكستان او ايران كې به د افغان مهاجرو اتيا تنه استازي هم په كې ګډون وكړي.

ډاكټر وردك د سولې د ملي مشورتي جرګې د اهدافو په اړه وويل:

"دا جرګه به درې اساسي هدفونه تعقيب كړي، لومړى دايمي سولې ته د رسيدو لپاره له افغان ملت سره مشوره، مفاهمه او موافقه.

دوهم له وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو په څرنګوالي موافقې ته رسيدل او درېيم له مخالفينو سره د خبرو لپاره د يوې طرحې او ميكانيزم جوړول."

د سولې د ملي مشورتي جرګې د تخنيكي كميسيون رييس دغه راز وويل، چې په دې جرګه كې به د كابينې او سترې محكمې غړي، لوى څارنوال، د جمهور رييس ټول سلاكاران او د خپلواكه كميسيونونو او ادارو مشران هم برخه ولري.

ده دغه رازڅرګنده كړه، چې نږدې دوه سوه تنه بهرني ډپلوماتان او سفيران به هم د دې جرګې د پيل او پاى په مراسمو كې برخه واخلي خو په ډاګه يې كړه، چې د سولې د ملي مشورتي جرګې ټول مالي لګښت به د افغان حكومت له بودجې څخه وركول كيږي.

د ولسې جرګې غړو په يوه اواز له دې جرګې څخه ملاتړ وكړ او هيله يې وښوده، چې د سولې ملي مشورتي جرګه په هيواد كې د دايمې سولې د راوستو لپاره يوه ښه پيلامه وي.

د ولسې جرګې رييس محمد يونس قانوني د غونډې په پاى كې د سولې ملي مشورتي جرګه په هيواد كې د سولې د ټينګښت لپاره مهمه وبلله او ويې ويل، چې حكومت بايد د سولې د ملي مشورتي جرګې په جوړولو كې د دوى ټول وړانديزونه په پام كې ونيسي:

"جرګه دې په همدې تركيب او جوړښت جوړه شي او كوم وړانديزونه، چې وكيلانو درلودل زما په باورد دې جرګې لپاره ډېر مهم دي.

جمهور رييس د اساسي قانون له مخې په دغه ډول مسايلو كې دا حق لري، چې خلكو ته مراجعه وكړي او د هغوى نظرونه او سلامشورې واخلي.

موږ د دې جرګې ملاتړ كوو، خو كله چې پرېكړې په پاليسۍ بدليږي بايد د تصويب لپاره ملي شورا ته واستول شي."

د سولې د ملي مشورتي جرګې وړانديز جمهوررييس كرزي د روان ميلادي كال په پيل كې د افغانستان په اړه د لندن په نړيوال كنفرانس كې كړی و او د امريكا او بريتانيې په ګډون نړيواله ټولنه يې په ټينګه ملاتړ وكړ.

خو وسله والو مخالفينو په وار وار ويلي، ترڅو چې د دوى شرايط ونه منل شي او بهرني ځواكونه له افغانستان څخه ونه وځي، دوى به له دولت سره خبرې اترې ونه كړي، خو ځينې سياست پوهان خوشبينه دي، چې د سولې ملي مشورتي جرګه به په هيواد كې د سولې او ثبات په تينګښت كې مهم رول ولوبوي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG