د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۴۵

د افغان خبریال اجمل نقشبندي د وژنې مستند فلم نندارې ته وړاندې شو

اجمل نقشبندي درې کاله مخکې د یو ایټالیوي خبریال سره یو ځای برمته شو، چې وروسته ایټالیوي خوشې خو دې ووژل شو .
اجمل نقشبندي درې کاله مخکې د یو ایټالیوي خبریال سره یو ځای برمته شو، چې وروسته ایټالیوي خوشې خو دې ووژل شو .

درې کاله وړاندې طالبانو یو افغان خبریال اجمل نقشبندي چې له یو بل ايټالیوي خبریال سره یې برمته کړی و وواژه . د يكشنبې په ورځ په كابل كې د وژل شوي خبريال اجمل نقشنبدي په اړه يو امريكايي فلم جوړونكي مستند فلم نندارې ته وړاندې کړچې یو وار بیا يې د خبریالانو په وړاندې پرتو ستونزو ته د خلکو پام واوړوه .

په افغانستان كې له خبريالانو څخه د دفاع ټولنې وايي، چې د هغو افغان خبريالانو ژوند ته بايد جدي پاملرنه وشي چې له بهرنيو رسنېو سره په نا امنه ولايتونو كې كار كوي.

له ازادو رسنيو څخه د ملاتړ يا نۍ موسسې مشر واحد هاشمي، چې د يكشنبې په ورځ په كابل كې د وژل شوي افغان خبريال اجمل نقشبندي د فعاليتونو او وژنې په اړه د مسنتد فلم د نندارې په غونډه كې ګډون كړی وو، ازادۍ راډيو ته په يوه ځانګړي مركه كې وويل، چې د هېواد په نا امنه ولايتونو كې د افغان خبريالانو حالت د اندېښنې وړ دې.
د افغان خبریال اجمل نقشبندي د وژنې مستند فلم


نوموړي همدا راز وويل، چې بهرنۍ رسنۍ بايد هغو افغان خبريالانو ته د خوندي فعاليت زمينه برابره كړي، چې له دوى سره كار كوي:

"موږ د يو افغاني بنسټ په توګه دا حق نه لرو، چې په يوه نړېوال ارګان فشارراوړو چې خپل قرار دادونه مو تغير كړي، خو موږ تل د افغاني رسنیو او د رسنيو له څارګرو موسسو څخه نړېوالو ادارو ته دا رسولي، چې په دې اړه بايد يوه د حل لار پيدا شي.

موږ د دې سربېره له كورنيو چارو وزارت او واليانو هم غوښتي كله چې يو خبريال له تاوتريخوالي سره مخ كيږي بايد دوي يي ملاتړ وكړي.

دا هغه كړنې وې، چې موږ د يو ملكي بنسټ په توګه ترسره كړي دي او موږ تانګ وسلې نه لرو چې د دې ستونزو پر وړاندې ودريږو."

د بهرنيو رسنيو د افغان خبريالانو د ژوند د خوندي كولو لپاره دا غوښتنه په داسې حال كې شوی، چې څو افغان خبريالان له خپلو بهرنيو همكارانو سره يو ځاى د وسلوالو له خوا نيول شوي او په ځينو مواردو كې د دوى بهرني ملګري خوشې شوي خو دوى وژل شوي.

اجمل نقشبندي يو له دغو افغان خبريالانو څخه وو، چې په هلمند كې له خپل ایټالوي همكار سره يو ځاى نيول شوې وو، چې وروسته بيا د ده ایټالوي ملګرې د يوې معاملې پر بنسټ خوشې شو او دده سر پرې كړاى شو.

دغه مستند فلم، چې د يو امريكايي فلم جوړوونكي له خوا يو كال مخكې جوړ شوې د اجمل نقشبندي د فعاليتونو ترڅنګ د هغه د وژل كېدو څرنګوالې هم تر پوښښ لاندې راوستلې.
د ماښام په خير افغانستان د راډيو مشر باري سلام


د غونډي ګډونوالو په افغان دولت دا انتقاد هم كولو، چې تر اوسه پورې يي د اجمل نقشبندي په ګډون په دا ډول پېښو كې د وژل شوېو افغان خبريالانو د وژلو څرنګوالې نه دی څيړلې.

د ماښام په خير افغانستان د راډيو مشر باري سلام بيا غونډې ته په خپلو خبرو كې د دې ستونزو ترڅنګ افغان دولت او نړېوال ځواكونه هم تورن كړل، چې د خبريالانو په وړاندې له تاوتريخوالي ډك چلند كوي:

"له بده مرغه نه يواځې وسله وال طالبان او القاده او نورې وسله والې ډلې خبريالانو ته ستونزې جوړوي بلكې افغان دولت او په افغانستان كې ميشت بهرني ځواكونه هم موږ ته ډيرې جدي ستونزې جوړوي."

د نۍ موسسې چارواكي وايي، په دوه زره نهم ميلادي كال كې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي پنځه اويا پېښې له دوي سره ثبت شوي، چې له دې ډلې يي درې د خبريالانو په مرګ تمامې شوي هم دې.

د نۍ موسسې مسولين وايي، چې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې به تر دې هم ډير وي ځكه د دوي د معلوماتو له مخې يوشمېر خبريالان، چې په نا امنه ولايتونو كې دنده تر سره كوي د پرله پسي ګواښونو له امله نه غواړي، چې خپلې اندېښنې له دوي سره شريكي كړي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG