د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۰۵

افغان ماشومان په لندن کې هم له ستونزو خلاص نه دي

په برتانیا کې میشت افغانان دخپلو ماشومانو د راتلونکې په اړه اندیښنه لري . دوی وايي ماشومان یې د مورنۍ ژبې او افغان کولتور زده کړې نه لرې پاتې دي . دغه افغانان وايی د برتانیا پر ټولنه د رسنیو ډیریدونکي اغیز تنکي ماشومان د ځايي کولتور خپلولو ته اړویستلي . او دافغانستان دودونو ته ارزښت نه ورکوي.

خو په دغه اروپايی هیواد کې یو شمیر داسې کورنۍ شته چې خپله د ماشومانو په روزلو کې برخه اخلي. په لندن کې د ازادۍ رادیو خبریال حنان حبیبزي له یو شمیر افغان ماشومانو او کورنیو سره خبرې کړي او دا راپور یې را استولی :



دبرتانیا د رسمي شمیرو له مخې څه له پاسه شپیته زره افغانان په دغه هیواد کې اوسیږي. افغانې کورنۍ وايي په برتانیا کې ددوی د ټولنې ترمنځ دهماهنګۍ نشتوالۍ ددې سبب شوی چې دافغان ماشومانو ستونزو ته پاملرنه ونه شي.

دیارلس کلن جهانزیب په برتانیا کې رالوی شوی خو خپلې مورنۍ ژبې سره مینه لري او ښه یې زده ده.

(( پښتو کور کې هم ډېره وایم ، ېوازې له ملګرو سره انګلیش وایم ،د شنبې په ورځ د پښتو یو ښونځي ته هم ځم هلته هم ډېره پښتو زده کوم ، او د پلار ملګري مې هم ټول پښتو وايي له هغوی څخه یې هم زده کوم ))

جهانزیب په اصل کې د ننګرهار ولایت دی.په دې کمکي عمر کې دی هیله لري چې جګړه ځپلي افغانستان ته یو څه وکړي:

(( زه په کرکټ کې تکړه یم او په ریاضي کې هم ، ښوونځي کې مې ډېر هڅوي چې تکړه شم ، هلته هم کرکټ ډېر کوم او زده مې دی . چې لوی شم غواړم د کرکټ په برخه کې د افغانانو استازیتوب وکړم ، او دا وښیم چې افغانان په کرکټ کې تکړه دي او ښه استعداد لري .))

خو د لویدیځ په دې پرمختللي ښار کې دده په سلګونو نور همزولي یوازې پر انګریزي ژبه خبرې کولی شي او له همدې کبله د خپل اصلي هیواد په اړه لږ فکر کوي. لس کلن خیبر د همداسې ماشومانو له ډلې څخه یو دی:

((زه ډیر وخت نه لرم چې پخپل کور کې پر پښتو خبرې وکړم.ځکه چې هره ورځ زه په ښونځي کې یم خو ځینې ورځې ښونځي ته نه ځم. بیا هم په کور کې ما سره مرسته کوي خو زه خپل نوم پر پښتو تورو نشم لیکلی خو ویلی یې شم.))

جانو ولي په لندن کې د یو منځني ښونځي ښونکې ده. دې خپلې زده کړې د ماسټرۍ تر کچې په برتانیا کې بشپړې کړې دي. جانو وايي ددې سره سره چې په کورنۍ کې یې ټول پر پښتو غږیږي خو بیا هم ددې لهجه د انګریزي ژبې تر اغیز لاندې راغلې .

دا وايي ماشومان خپل چاپیریال ته په پام سره وده کوي:

(( زه فکر نه کوم چې دا دې په کلتور پورې اړه ولري ، دا په دې پورې اړه لري چې موږ هره ورځ له څه شي سره مخ کېږو ، اوس موږ دلته یوو ، په تلویزون کې هره ورځ ښکاره کوي چې څه ډول ويښتان باید ولرې ، څه ډول کالي باید واغوندې ، او دا پر موږ اغیز کوي . ))

خو د هغو کورنیو مشران چې کوچنیان یې پر مورنۍ ژبه خبرې کولی شي وايی د ماشومانو روزنې ته باید وخت ورکړل شي. سیال شینواری یې له خپلې تجربې وايي :

(( همدلته لنډ یو ښونځي دی په کې پښتو او فارسي درس ورکوي ، ما خپل ماشومان هلته ور وستل ، که څه هم ډېرې پیسې اخلي خو ښه والی یې دا دی چې له خپلو افغانانو سره یو ځای کېږي ، که داسې ونه شي او په کور کې پلار او مور ورسره خواري ونه کړي نو ډېر زر به خپله ژبه او کلتور له لاسه ورکړي .))

شاعر او لیکوال افضل ټکور وايي تر څلورکلنۍ پورې ماشومان ډیرې پاملرنې ته اړتیا لري .دی وايي تر څلور کلنۍ پورې ماشومان باید له خپلې کورنۍ سره پاتې شي چې ژبه یې زده شي:

(( ما دا په خپلو ماشومانو تجربه کړې تر څلور کلنۍ ماشوم باید کور کې پاتې شي ، ځکه په دې وخت کې هغه مورنۍ ژبه او نور ډېر څه زده کوي . دلته د افغانانو یو شمیر فرهنګي ټولنې شته ، خو له بده مرغه خپلو کې هېڅ ډول هماهنګي نه لري . ))

یو شمیر ماشومان دغه ستونزه د افغانستان له روانو حالاتو سره تړي . ۱۲ کلنه ممله ټکور همدې مسالې ته اشاره کوي. دا وايي په ښونځي کې چې څوک پوهه شي افغان یې ،ملګرتیا نه درسره کوي. خو ددې لپاره چې ممله ټکور دوه نورې افغانې ټولګیوالې لري نو په ښونځي کې خوشاله ده. دا وايي د نورو دمذهب درناوی باید وشي.

جانو ولي دغه ستونزه ډیره جدي بولي .دا وايي دافغانستان د روانو حالاتو بد تصویر ان په لویدیځ کې د افغان ماشومانو پر ذهن ناوړه اغیز شیندلی .

لکه څرنګه چې اغلې ولي یادونه وکړه په لویدیځ کې افغان ماشومان د خپل هیواد د ناوړه حالاتو له اغیز څخه خوندي نه دي .خو له دې سره سره د جهانزیب په څیر ماشومان هم شته چې خپلو همزولو ته سمې مشورې ورکړي.

جهانزیب نیکمرغه دی .لږ تر لږه زده کړې ته لاسرسی لري. خو دننه په افغانستان کې دده همزولي په ډیر بد حالت کې دي.د همدې لپاره څو میاشتې وړاندې د ملګروملتونو د ماشومانو ادارې یونیسف افغانستان د یو ماشوم لپاره د نړۍ تر ټولو ناوړه ځای وباله.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG