د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۴۵

مشرانوجرګه:افغان اوبهرني امنیتي ځواکونه دې همغږي شي

مشرانو جرګې خپلې غونډې ته د كورنيو چارو، دفاع وزارت  مرستيالان وربللي وو
مشرانو جرګې خپلې غونډې ته د كورنيو چارو، دفاع وزارت مرستيالان وربللي وو
د افغانستان امنيتي چارواكي وايي، د افغان او بهرنيو ځواكونو د تهاجمي عملياتو په ډيرېدو سره د وسلوالو مخالفينو له خوا په ګڼ ميشتو سيمو او ښارونو كې ګواښونه ډيرشوي دي.

د كورنيو چارو وزارت مرستيال منيرمنګل د يكشنبې په ورځ د مشرانو جرګې غونډې ته وويل، په مارجه كې د وروستيو عملياتو په نتيجه كې وسلوالو مخالفينو د هلمند په ګاونډېو ولايتونو او ښارونو كې خپل عمليات متمركز كړي دي.

هغه په دې برخه كې په كندهار او كابل ښارونو كې وروستيو بريدونو ته اشاره وكړه.

ښاغلي منګل وويل، په پلان كې ده چې په كابل او نورو له ګواښ سره مخ كيدونكو ولايتونو كې د پوليس شمېر او نور امنيتي تدابير لا زيات شي:

"موږ مجبور يو، چې په راتلونكې كې بايد د داسې بريدونو مخنيوى وكړو، په كابل كې د پوليس شمېر نور هم ډير كړو او په نورو ولايتونو كې هم د پوليسو شمېر ډير كړو.

سر بېره پردې زموږ كشفي ارګانونو هم په دې كار پيل كړى، چې د دښمن پلانونه شنډ كړي."

منير منګل ومنله، چې په تېرې يوې مياشتې كې وسلوال مخالفين وتوانيدل چې د كابل ښار په مهمو ځايونو كې حملې وكړې خو هغه وويل، چې په دې موده كې د ځان وژونكو بریدو پنځه واسكټونه، يوه اندازه چاوديدونكي مواد هم نيول شوي او په دې توګه امنيتي ځواكونو د لا ډيرو حملو مخه هم نيولې ده.

بل خوا د مشرانو جرګې زیاترو غړېو انتقاد كاوه چې تر اوسه پورې د افغان امنيتي ځواكونو په منځ كې او د دوى او بهرنيو ځواكونو ترمنځ لازمه همغږي نه ده رامنځ ته شوې.

ځينې سناتورانو وويل، چې افغان امنيتي ځواكونه نه شي كولاى چې پېښه له رامنځ ته كېدو نه مخكې شنډه كړي.

د امنيتي وضعيت په اړه د سناتورانو د شكايتونو په ليست چې د مشرانو جرګې د منشي سيد عزيزالله الفتي له خوا لوستل كېده دا انتقاد هم موجود و چې تر اوسه پورې په يو شمېر ولسواليو كې دولتي ادارې فعالې نه دي:

" په يوشمېر ولسواليو كې يوازې ولسوالان او د امنيې قومندانان له خپلو ساتونكو سره دي او د نورو دولتي ارګانونو د مامورينو درك په كې نه لګيږي.

دولت په يوازې توګه نه شي كولاى، چې سوله او ثبات را منځ ته شي، نو بايد د سيمه اېزو ارګانونو له لارې د خلكو او د قومي مشرانو نظر وغوښتل شي.

د امنيتي ځواكونو او د محلي ارګانونو په ځانګړې توګه د واليانو او ولسوالانو تر منځ بايد دوامداره همكاري رامنځ ته شي."

د مشرانو جرګې غونډې ته په وينا كې د افغانستان د سيمه اېزو ارګانونو د خپلواكې ادارې مرستيال دا ومنله چې په ځينو سرحدي او ناامنو ولايتونو كې د دولتي كدرونو د نشتوالي ستونزه موجوده ده.

عبدالمالك صديقي وويل، د دې ستونزې حل په ټولو اړوندو وزارتونو او د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو د كميسيون په هلو ځلو پورې هم اړه لري.

صديقي د سناتورانو د دې شكايت په اړه، چې په ځينو ولسواليو كې بې كفايته كسان د ولسوالانو په توګه ټاكل شوي دي، وويل:

"دا منم، چې زموږ په سيمه اېز كدر كې يو لړستونزې شته چې هغه له دې امله نه دي، چې موږ قصداٌ داسې كسان د ولسوال او يا والي په توګه ټاكلي دي.

يولړ روابط موجود دي چې د دې لامل شوي چې داسې كسان ځانونه د ولسوال او يا هم د كوم بل كدرپه توګه وټاكي."

كه څه هم په افغانستان كې د هوا له تودېدو سره داسې ويره موجوده ده چې په يو شمېر ولايتونو كې به د وسلوالو مخالفينو فعاليتونه لا زور واخلي خو افغان امنيتي چارواكي وايي، چې د امنيت د لا ټينګولو لپاره به په لاجدي اقداماتو لاس پورې كړي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG