د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۴۴

نواندیش:د کابل په ډیروسیمو کې به تفریحي ځایونه ورغول شي

د کابل ښاروال یونس نواندیش
د کابل ښاروال یونس نواندیش

كابل ښاروالۍ، غواړي چې د كرنې د وزارت په مرسته په راتلونكي پسرلي كې، د كابل ښارپه ډيرو سيمو كې نيالګي كينوي او يوشمېرشنې سيمي او پاركونه ورغوي او هم غواړي چې، سږكال د خيرخانې مينې په سيمه كې پر"يوسلوپنځه اويا جريبه ځمكه"يوتفريحي پارك جوړكړي.

او د دې ترڅنګ د كورنيو د تفريح لپاره د ښار په زړو پاركونو سربېره د يوشمېرنوېو پاركونو جوړول هم د دوى په پلان كې شامل كړي.

كابل ښاروال انجينرنوانديش ازادۍ راډيو ته وويل، چې دا پاركونه به د دولت او په هېواد كې د ميشتوامريكايي ځواكونو په مالي اوتخنيكي مرسته جوړشي.

ده وويل:

"د بګرامېو د پارك د جوړولوكارمو په شدت سره پيل كړى، همدارنګه د ډيرو پاركونو د بيارغاونې كارونه هم پيل شوي دي اوغواړو چې په خيرخانه، مكرورويانو، قلعه فتحو، ده بوري، رحمان مينې، شهرك طلايي او بي بي مهرو كې د نوېو پاركونو د جوړولو پلان ترتيب كړ، هيله ده د كال ترپاى پورې په دې برخه كې ډيركارونه ترسره شي."

كابل ښاروال زیاته کړه، سره له دې چې د بي بي مهرو د غونډۍ ډيره برخه په غيرقانوني توګه غصب شوې او كورونه په كې جوړشوي دي، خو څرنګه چې داغونډۍ ښكلی موقعيت لري دوي پلان لري، چې د دى پرسر يولوى اوښايسته تفريحي پارك جوړكړي.

ده داهم وويل، د كرنې وزارت ورسره د دوه لكو نيالګيو ژمنه كړې ده او دوي به يي د ښار په مختلفو سيمو كې كينوي.

د كرنې وزارت وايي، د حوت له پنځه لسمې څخه يي د ښار په مختلفو سيمو او د دولتي ادارو د جوماتونو مخې ته يي، د نيالګيو كينول پيل كړي چې د حمل د مياشتې تر پنځه لسمې به دوام وكړي.

د كرنې وزارت د طبيعي منابعو ريس محمدهاشم باركزي ازادۍ راډيوته وويل، چې دوي د مربوطو ولايتي رياستونو په مرسته په ولايتونوكې د درې لكو نيالګيود كينولو پروګرام تنظيم كړی دى.

باركزي زیاته کړه:

"د كرنې وزارت په كابو شپږويشتوولايتونوكې د بوټو بزغالى لري، چې درې ميليونه او څلويښت زره نيالګي په كې د ويش لپاره اماده دي، غواړو له شل زرو څخه زيات نيالګي د كابل ښار په كمربند كې او پاتې په نورو سيمو كې كينوو."

د كرنې وزارت وايي، سږكال به په يوه مياشت كې په مختلفوسيموكي درې ميليونه نيالګي كينوي.
خوخلك وايي، چې دا ادارى هركال په سلګونو زره نيالګي كينوي خو بيرته ساتنه يي نه كيږي اونيالګي په لږه موده كې د تندې او بې احتياطى له امله بيرته وچيږي.

راپور: خان محمد سيند
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG