د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۴۵

په لندن کې خبریالانو د مارجې په اړه غونډه وکړه

په لندن کې ځايي خبریالانو دهلمند ولایت د مشترک یا ګډو عملیاتو دارزیابۍ په اړه غونډه کړې او په مارجه کې یې د حالاتو بیلا بیل اړخونه څیړلي دي. په دې غونډه کې یو داسې ټلویزوني راپور ښودل شوی چې دهلمند په ولایت کې د امریکايی ځواکونو فعالیتونه پکې ښودل کیږي.

په دې راپورکې افغان ژباړونکي ښودل شوي چې د ایتلافي ځواکونو ویناوې خلکو ته ناسمې ژباړي. ګډونوالو دافغان حکومت هغه پریکړه دډیموکراسۍ د اصولو خلاف کار بللی چې دجګړې له ډګره پر ژوندیو راپورونو بندیز لګوي.

په لندن کې د افغانستان سفیر همایون تندر هم دې غونډې ته وربلل شوی وو. ده وويل پر رسنیو دغه بندیز ولسمشر کرزي نه بلکې د کورنیو چارو وزیر لګولی دی . په لندن کې د ازادۍ رادیو خبریال حنان حبیبزی هم د ځايي خبریالانو دې غونډې ته ورغلی وو او په اړه یې دا راپور را استولی :


په دې غونډه کې تر ټولومهمه مساله په افغانستان کې دهغو ژباړنکو په اړه وه چې دهیواد په جنوب کې نړیوالو ځواکونو ته د ترجمانۍ دنده په غاړه لري.دا خبره هغه مهال راپورته شوه چې دایتلافي ځواکونو د فعالیتونو په اړه په یو ټلویزوني راپور کې یو افغان ژباړونکی وښودل شو چې سیمه ییزو خلکو ته د امریکايي پوځي وینا ناسمه ژباړي.

د دغه امریکايی پوځي ژباړونکی په انګریزي او سیمه ییزه ژبه سم نه پوهیده او د پوځي خبرې یې ناسمې وژباړلې.

یو سړي چې ویل یې په افغانستان کې یې کار کړی ،په تالار کې د خلکو ترمنځ ودرید او په دې اړه یې خپل نظر داسې څرګند کړ :


((زه غواړم ووایم چې زه کولی شم د ژباړې پر دې ځانګړې مساله نظر ورکړم.دوی باید له خلکو سره مخامخ ددوی پر خپله ژبه خبرې وکړي. دغه ډول خلک ددوی پر اصلي کولتور باندې پوهیږي او زه باید دا ووایم چې افغانستان یوازې پیسو ته اړتیا نلري ،پاملرنې ته اړتیا لري.))

دا هغو راپورونو ته ورته څه وو چې د مارجې او نادعلي ولسوالۍ خلکو د مشترک یا ګډو عملیاتو په ترڅ کې ادعا وکړه . دوی وویل ان په مارجه کې ځای پر ځای شوي افغان امنیتي ځواکونه پرځايي ژبه نشي غږیدلی ،ځکه خو دسیمه ییزو خلکو او ځواکونو ترمنځ تفاهم سخت شوی دی. همدې خبرې ته په اشارې سره خبریال سټیفن ګرې دمارجې پر حالاتو رڼا واچوله:

(( په مارجه کې څه پیښ شول؟ هلته ډیره لویه هڅه وشوه . خلک هلته ورغلل چې سیمه ییزو اوسیدونکو ته سم امنیت راولي. خو دا اسانه کار نه دی. هلته د باور لویه خلا ده. ددې زده کړه چې څه ډول دغه کار وشي دا ډیر ستړی کونکی کار دی. دغو سیمو ته په سلګونو نا روزل شوو خلکو لیږل چې د ځايي خلکو په کلتور نه دي خبر .هغه پوښتنه چې ولې نه کیږي ؟ ولې بری نشته؟ مهمه داده چې مهم شیان په ګوته شي.))

دغه ټلویزوني راپور هم سټیفن ګرې جوړ کړی وو. ده دافغانستان د روانو حالاتو په اړه دوه کتابونه لیکلي دي او دبرتانیا په رسنیو کې یې تل څیړنې خپریږي.

دده ټلویزوني راپور له نندارې وروسته په مارجه کې د ځايي خبریالانوپه وړاندې دبد چلند په اړه پوښتنې راپورته شوې او هلته دجګړې د ژوندیو راپورونو په برخه کې د افغان حکومت د بندیز مساله یاده شوه.د حریه مصدق په نامه دبخښنې د نړیوالې ټولنې افغانه کارکونکې چې نوې له هغه هیواده راستنه شوې، پر رسنیو بندیزونه زړه خبر وبلله:

((افغان خبریالان په هلمند کې وو خو دوی ته دافغان پولیسو له خوا اجازه ورنکړل شوه چې مارجې ته لاړ شي. له بده مرغه ، دوی د پولیسو له خوا ووهل شول. ځینو سره په مارجه او نادعلي کې له تاوتریخوالی ډک چلند وشو. ))

په لندن کې د افغانستان سفیر د رسنیو په وړاندې د بندیزونو پړه دهغه هیواد پر کورنیو چارو وزیر واچوله خو د خپل حکومت د مشر ملاتړ یې وکړ:

((هر څه د ولسمشر کرزي له خوا نه کیږي. دا خبره د افغانستان د کورنیو چارو وزیر کړې ده. دا بالکل دډیموکراسۍ خلاف کار دی. ایا لومړنۍ نړیواله جګړه مو په زړه ده. هلته ټول معلومات دیو سړي له خوا کنټرولیدل. د جنرال فرانک له خوا.))

دده اشاره پر رسنیو وروستیو بندیزونو ته وه خو دسفیر معلومات کمزوري وو. دغه بندیزونه د کورنیو چارو وزارت نه بلکې د ملي امنیت د ادارې له خوا لګیدلي دي.

خودده په خبرو کې د لومړۍ نړیوالې جګړې یادونه به څه معني لري؟ یوه مانایې ښايي داوي چې ښاغلی سفیر غواړي په افغانستان کې د رسنیو د څارنې بهیر په لومړۍ نړیواله جګړه کې دجنګ دمالوماتو دخپراوي له بهیر سره پرتله کړي او د کورنیو چارو وزیر حنیف اتمر له جنرال فرانک سره.
XS
SM
MD
LG