په دې غونډه كې په رسنيو د بنديزونو د ستونزې د هواري لپاره د حكومتي او چارواكو او د خبري رسنيو د استازو په ګډون د يو ګډ كميسون د جوړولو پريكړه وشوه.
دا غونډه د شنبې په ورځ سهار د اطلاعاتو او كلتور د وزير، د دفاع، كورنيو چارو، بهرنيو چارو او د ملي امنيت د رياست د ويندويانو او همداراز تصويري او غږيزو رسنيو د استازو په ګډون جوړه شوې وه.
د اطلاعاتو كلتور وزير داكټر سيد مخدوم رهين وويل، كميسيون دنده لري، چې داسې طرح جوړه كړي، چې له يوې خوا د بيان ازادي او د اطلاع رسونې حق خوندي وي او له بلې خوا ملي ګټې هم پكې په پام كې نيول شوي وي.
"پرېكړه دا وشوه، چې د رسنيو او د امنيتي ادارو د مسوولينو كمسيون كينې او په دې اړه دې يوه طرحه جوړه او بيا دې د دوشنبې په ورځ همدې غونډې ته وړاندې كړي.
غونډه به د دې طرحې په اړه داسې پريكړه وكړي، چې له يوې خوا د بيان ازادي او د اطلاع رسولو حق په كې خوندي وي او له بل لوري ملي كټې په كې په پام كې نيول شوې وي."
د كابل ښار په دوو ګڼ ميشته سيمو كې له دوو وسلوالو بريدونو وروسته چې لسګونه كسان يي ووژل او له سلو زيات يي ټپيان كړل د افغانستان د ملي امنيت رياست پرېكړه وكړه چې ټلويزيوني شبكې بايد د پېښې له سيمې څخه ژوندي خبرونه خپاره نه كړي.
چارواكي وايي چې مخالفين د داسې تصويرونو له ليدولو وروسته پر امنيتي چارواكو د نورو بريدونو تيارى نيسي.
دغې پرېكړې د تصويري رسنيو، د خبريالانو د ټولنو او همداراز د بشري حقونو د بنسټونو له بېلابېل غبروګونونه راوپارول او پريكړه وشوه چې د دغې ستونزې د هوارى لپاره د اطلاعاتو او كلتور وزارت ، در سنيو او د خبريالانو د استازو په كډون يو كميسيون جوړ شي او دغه كميسيون به نوې طرحه هم جوړه كړي.
د خبريالانو د ملي ټولنې مرستيال سيد حامد نوري او د دغه كميسيون يوه غړي د دغه كميسيون د جوړېدو هر كلى وكړ او وي ويل چې دوى هيله مند دي چې كميسيون وكولى شي د دوى ستونزو ته د پاى ټكي كيږدي.
"نننۍ غونډه د كار د پيلولو لپاره يوه موثره ناسته وه، داځكه چې د درې ګونو وسلوالو ادارو ويندويان او د مهمو رسنيو استازي موجود وو. دوى يو كمسيون جوړ كړ، چې دا مسايل وڅيړي.
همداراز پريكړه وشوه، چې دا ډول اعلاميې بايد د رسنيو له لارې او له هغوى سره په تفاهم كې خپاره شي څو حساسيتونه و نه ځيږوي."
د خبريالانو له حقونو څخه د دفاع نړيوالو بنسټونو هم د دولت په دغې پرېكړې انتقاد كړې او ويلي دي، چې پدې پريكړې بايد له سره غور وشي.
په كابل كې يو شمير خصوصي ټلويزيونې شبكې د امنيتي پيښو په مهال د پېښو له سيمو څخه د مخالفينو د حملې او د امنيتي ځواكونو د چلند په اړه په ژوندى توګه خبرونه خپروي او خلك كولې شي هغه څه وګوري، چې په دغو سيمو كې د پيښيدو په حال كې وي.
اكثره افغانان او خبريالان هم په دې باور دي، چې د بيان ازادي د تېرو اتو كلونو ستره لاس ته رواړنه ده او هغه بايد خوندي شي.