د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۴۵

ولسي جرګه: کابل کې د جوړیدونکي نړیوال کنفرانس پر موادو باید بحث وشي

ولسي جرګه وايي، كومت مكلف دى چې كنفرانس ته تيار شوي مواد د بحث لپاره لومړى ولسي جرګي ته وسپاري.
ولسي جرګه وايي، كومت مكلف دى چې كنفرانس ته تيار شوي مواد د بحث لپاره لومړى ولسي جرګي ته وسپاري.

د افغانستان ولسي جرګې د شنبې په ورځ په كابل كې د جوړېدونكي نړيوال كنفرانس په هكله بحثونه وكړل. د موضوع د لاڅرګندولو لپاره د جمهور رييس امنيتي مشاور د جرګې غونډي ته وربلل شوى و. ده وويل، د كابل نړيوال كنفرانس د افغانستان په هكله د لندن د كنفرانس د ژمنو دوام دى.

په داسې حال كې چې افغان حكومت په هېواد كې د كابل د نړيوال كنفرانس جوړېدلو ته تياری نيسي، ولسى جرګه وايي، چې د هېواد د اساسي قانون له مخې، حكومت مكلف دى چې كنفرانس ته تيار شوي مواد د بحث لپاره لومړى ولسي جرګي ته وسپاري.

ولسي جرګې د موضوع د روښانولو په مقصد د شنبې په ورځ د جمهور رييس حامد كرزي امنيتي مشاور معصوم ستانكزى، عمومي غونډې ته وربللى و.

ښاغلى ستانكزي وويل، چې د كابل په نړيوال كنفرانس كې به په هغو موضوعګانو بحث وشي، چې د لندن په كنفرانس څيړل شوي او مرستندويو هېوادونو يې د پلي كېدو مالي او تخنيكي ژمنې كړي دي:

"موږ ضرورت لرو، چې د سولي د راوستلو لپاره، د محلاتو، هېواد او سيمې په سطح ټولنې ولرو، په دې برخه كې يولړ كارونه شوي هم دي.

دا درې واړه ټولنې نورې برخه هم لري، چې امنيت، اقتصاد، بيارغاونه، پرمختګ، سيمه ايزه همكاري او مصالحه په كې شامله ده او د ملت له استازيو سره به شريكي شي."

ټاكل شوې ده، چې د كابل نړيوال كنفرانس د راتلونكي لمريز كال د پسرلي په وروستيو ورځو كې په كابل كې جوړ شي.

ستانكزى وويل، په دې كنفرانس كې به د ملګرو ملتو د سازمان، مرستندويو هېوادونو او ګڼ شمېر بهرنيو موسسو په سلګونو تنه استازي ګډون وكړي.

افغان چارواكي وايي، چې د كابل په نړيوال كنفرانس كې به د افغانستان په اوسنيو امنيتي، اقتصادي او فرهنګي ستونزو او همدارنګه د بيارغاونې، پرمختګ او ترقي په موضوعګانو هراړخيز بحثونه وشي او د ستونزو حل ته به يې عملي لارې چاري ولټول شي.

د ولسي جرګې غړي، د كابل نړيوال كنفرانس د هيواد د ستونزو د حل ښه موقع ګڼي خو ځيني وايي، مخكي له دې چې افغان دولت راتلونكي كنفرانس ته مواد وړاندې كړي، د قانون له مخې مكلف دى، چې لومړي يې د بحث لپاره ولسي جرګې ته وسپاري. د جرګې غړى داوود سلطانزوي وايي:

"د هر کنفرانس د کامیابي لپاره او په ځانګړي توګه د افغانستان د کنفرانس په هکله، موږ باید خپل د توانمندي نشتوالی چې نورو کنفرانسونو د ناکامۍ لامل ګرځېدلی، هغه وڅېړو، د هغې د نمیګړتیاوو د حل لپاره میکانیزمونه تنظیم کړو او بیا د هغې په اساس د نوی کنفرانس لپاره یوه عملی اجنډا جوړو کړو، چې هغه کنفرانس بریالی شي.

د افغانستان د اساسي قانون د دستور په اساس، له حکومت نه او له جمهور رییس نه د افغانستان د اساسي خطوطو کړنلاره او تفصیل ولسي جرګه واخلي او هغه تصویب کړي او دولت داسې کوم کار نه شي کولا، چې د ولسي جرګې له خوا د افغانستان د اساسي خطوطو تصویب شوی نه وي."

د ولسي جرګي غړي وايي، د هيواد په هكله په يوشمېر نورو كنفرانسونه هم د ولسى جرګې له مشورى پرته يولړ پرېكړې شوي دي، چې دا عمل اصولي نه وو.

خو دولتي چارواكي وايي، چې د كابل د نړيوال كنفرانس مواد به مخكي له دې، چې كنفرانس ته وړاندې شي، په هكله به يې د خلكو او په تيره د ولسي جرګې د غړو نظريات واخيستل شي.

راپور: خان محمد سيند
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG