د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۴۴

د مارجې خلک دحکومت پرژمنوباوري نه دي

وروسته له هغه، چې د هلمند له مارجې ولسوالۍ څخه وسلوال طالبان وايستل شول، خلک د بيارغونې په برخه کې د حکومت پر شويو ژمنو شک لري. دا اندېښنې د افغانستان په جنوب کې د امريکا د پلو سمندري ځواکونو قوماندان لورانس نيکولسن مطرح کړي.

د امريکا د پلو سمندري ځواکونو قوماندان خبريالانو ته وويل، په پام کې لري تر زرو زياتو کسانو ته په سيمه کې د کار روزګار زمينه برابره کړي، په دې منځ کې به هغه کسان هم کارونه پيدا کړي، چې پخوا يې د طالبانو ملګرتيا کوله.

د بريد جنرال لورانس نيکولسن په وينا، زياتره نوي استخدام شوي کسان، چې اوس يې د طالبانو له ډلې خپله لار جلا کړې اوس د کانالونو يا زابرانو په پاکولو بوخت دي.

په سيمه کې د خلکو د ملاتړ ترلاسه کول، د اوباما د نوې ستراتيژۍ يوه برخه ده، چې په دې توګه افغان حکومت وکړاى شي د امنيت ساتنې چارې په خپله سمبالې کړي.


په مارجې د ناټو د درېيو اوونيو پوځي عمليات د امريکا د ولسمشر بارک اوباما له خوا افغانستان ته د دېرشو زرو اضافي پوځيانو د لېږلو تر تصميم وروسته ستر پوځي عمليات ګڼل شوي.

دوى به طالبان له هغو سيمو څخه باسي، چې دا مهال يې په کنټرول کې دي.

امريکا په عين حال کې غواړي تر را روان ميلادي کاله پولې له افغانستانه د خپلو ځواکونو تدريجي وتل پيل کړي.

نيکولسن ويلي دي، په تېرو اتو ورځو کې د ده تر مشرۍ لاندې ځواکونه په مارجې کې له کوم مستقيم بريد سره نه دي مخامخ شوي، خو دا په دې معنى نه ده، چې هېڅ کومه پېښه به نه کېږي.



نوموړي رويټرز اژانس ته ويلي، د خلکو د باور ترلاسه کول سخت کار ځکه دى، چې طالبانو خلکو ته په سيمه کې داسې مفکوره ورکړې، چې ګواکې امريکايان له دوى څخه هرڅه اخلي او مرسته يې نه کوي.

د نيکولسن په وينا، خلک په سيمه کې اندېښنه لري، چې امريکايي پوځيان به د دوى لپاره څه وکړي؟

نوموړى وايي، د پوليسو يو پر درېيمه برخه به د مارجې له اوسېدونکو وي، نور پوليس به له نورو سيمو ورته راوستل شي، چې په دې توګه په سيمه کې د اداري فساد او قبيلوي نفوذ مخنيوى وشي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG