د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۴۵

افغان اوناټود امید په نامه د پراخو پوځي عملیاتو لپاره يي تیارۍ نیولی

افغان او ناټو چارواكي وايي، چې د اميد په نامه د پراخو پوځي عملياتو لپاره يى تيارۍ روانې دي او ډير ژر به په زرګونو افغان او نړيوال ځواكونه دا عمليات پيل كړي.

د افغانستان د دفاع د وزارت او د ناټو وياندويانو، چې د پنجشنبې په ورځ يي په كابل كې يوې ګډې خبري غونډې ته وينا كوله وويل، چې دا عمليات به د افغانستان ټولې نا امنه سيمې تر پوښښ لاندې راولي.

د دفاع د وزارت وياند جنرال ظاهرعظيمي وويل، دا عمليات چې له يو نيم كال نه د زياتې مودې لپاره به روان وي د هلمند په مارجه سيمه كې د مشترك په نامه د روانو پوځي عملياتو لړۍ ده:

"داعمومي عمليات د اتلسو مياشتو لپاره پلان شوي دي، دا عمليات به د افغانستان ټولې نا امنه سيمې او هغه سيمې، چې په كې د عملياتو اړتيا احساسيږي تر پوښښ لاندې راولي.

دا عمليات په مارجه او نادعلي كې د روانو پوځي عملياتو دوام دې."

خو ښاغلي عظيمي دا و نه ويل، چې په دې عملياتو كې به په څومره شمېركې افغان او نړېوال ځواكونه برخه ولري او په ځانګړې ډول به كومې سيمې تر پوښښ لاندې راولي.

خو د ناټو وياند جنرال ايريك ټريمبلي وويل، چې د عملياتو زيات تمركز به د افغانستان په جنوب كې بيا هم د هلمند په مركزي سيمو او كندهار وي.

د اميد په نامه د دغو پوځي عملياتو د پيل په اړه دا څرګندونې په داسې حال كې كيږي، چې د چارواكو په وينا په مارجه كې روان پوځي عمليات خپل لومړې پړاو بشپړ كړې او اوس افغان او نړېوال ځواكونه په سيمه كې د امنيت په ټينګښت او بيارغونې په هڅو بوخت دي.

د ناټو وياند جنرال ټريمبلي بيا وويل، چې اوس مهال دوي هڅه كوي، چې په سيمه كې د امنيت او بيارغونې په اړه، چې د دوى د روانو پوځي عملياتو اساسي برخه جوړوي د خلكو باور جلب او هغوى ته سكون وركړي:

"پوځي پړاو پاى ته رسيدلې او د دې مطلب دا دې، چې ټاكل شوي اهداف ترلاسه شوي او مونږ اوس دوېم پړاو ته ننوتلې يو، چې دغه پړاو د حكومتدارۍ او د بيارغونې پړاو دې.

خو د نادعلې په جنوب كې لا هم يوه كوچنۍ سيمه پاتې ده، چې بايد پاكه شي خو له وسلوالو طالبانو څخه نه بلكه له ماينونو او چاوديدونكو موادو څخه."

د چارواكو په وينا وسلوال مخالفين اوس هم هڅه كوي، چې د ماينونو او چاويدونكو موادو د خښولو له لارې افغان او نړېوال ځواكونه په نښه كړي او دا د دوي د فعاليتونو په وړاندې يو اساسي خنډ بلل كيږي.

په مارجه كې روان پوځي عمليات، چې اوس په دوېم پړاو كې دې شاوخوا دوه اونۍ مخكې پيل شوي او په كې په زرګونو افغان او نړېوال ځواكونه برخه لري.

خو اوس هم دا نه ده معلومه، چې د اميد په نامه نوي عمليات به په دقيقه توګه كله پيل شي او په هغې كې به په څومره شمېر كې ځواكونه برخه واخلي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG