په افغانستان كې د نوي حكومت له جوړېدو سره سم ګڼ شمېرپانګوال او سوداګر په ډيرشوق سره حاضرشول، چې په هېواد كې پانګې واچوي او د سوداګرۍ چارې پراخې كړي.
په دې برخه كې يو لړ پرمختګونه هم وشول خو په وروستيو كابو څلورو كلونو كې، نا امنيواوسړي تښتونو ډيرسوداګراوپانګوال ناهيلي اودغه چټك بهيربيرته سست شو.
د هېواد ډيرسوداګراو پانګوال وايي ترهغې، چې د سوداګرواو پانګوالو سرومال او كورنۍ د سړي تښتوونكو له ګواښ سره مخ وي، په هېواد كې به نورې پانګې وانه اچوي او سوداګريزو فعاليتونوته به هم زړه ښه نه كړي.
د افغانستان د سوداګرۍ د خونې د مشرتابه پلاوي مرستيال خان جان الكوزي وايي:
"دغه ټول سوداګر، چې تښتول كيږي د كابل ښار په شپږكيلومترۍ كې ساتل كيږي او پيسې ترې غوښتل كيږي، په نا امني كې ډيرخلك زيان ويني خو د سوداګر په كې مال، سراوكورنۍ په خطركې لويږي.
دا وضيعت د اقتصادي او امنيتي پلوه د اندېښنى وړ دی او بايد مخه يي ونيول شي."
په دې هكله دهېواد د ملي امنيت چارواكي وايي، چې دوي د سړي تښتونكو ډلو د كشف اونيولو لپاره له څو كالو راهيسي د هېواد په مركزاو ولايتونو كې هڅې پيل كړي، چې مثبتې نتيجي يي وركړي او په دې وروستيوكې يي د سړي تښتوونكو په لسګونو تنه نيولي هم دي.
د افغانستان د ملي امنيت دعمومي رياست وياند سيد انصاري وايي:
"په روان كال كې د كابل په ښاركې د سړي تښتوونكو ديارلس ډلې معلومې شوي، چې د شپږو سرګروپانوله لارښوونې نه يي فعاليت كاوه.
د دې ډلو څلورديرش تنه نيول شوي اود نورو د نيولوهڅې هم جدي شوي دي له دې ډلو څخه اوه تنه ازاد كړاى شوي دي."
ښاغلي انصاري زیاته کړه،چې په دې وروستيو كې يي، د هرات په ولايت كې نهه، د پروان او كندهارپه ولايتونو كې دوه دوه او د لغمان او ننګرهار په ولايتونو كې د سړي تښتونكو يوه يوه ډله نيولې، چې"۱۱۴"تنه په كې شامل وو.
د ملي امنيت د رياست وياند، د مشعل په مشرۍ د سړي تښتونكويوه بله ډله هم يادوي او ويي ويل، چې مشعل نومې يي ترې نيولی دی.
مشعل د ده په جرم اعتراف كوي او وايي:
"زمانوم مريد مشهور په مشعل د پلار نوم مۍ محمدمنيراو د كابل ښار د مرادخانۍ اوسيدونكى يم، زه د بابا ريئس په ګروپ کې شامل وم او د هغه په امر مې ډير كارونه كړي دي، ما چې هرڅه كړي اوس پرې پښيمانه يم."
د ملي امنيت رياست وايي، يوشمېرسوداګر،چې د سړي تښتوونكو په پنجو كې ګير وي په مياشتومياشتو يي شكنجه كوي، ترڅو د هغوي له كورنيو څخه پيسې ترلاسه كړي.
دوي وايي، داسې هم شوي دي، چې سړي تښتونكو ته پېسې ونه رسيږي تښتول شوي وژني هم.
د ملي امنيت مسئولين د يو تښتول شوي حالت داسي ښيي:
"هرڅومره پېسې، چې موغونډې كړي، ويي ساتۍ. له ما نه د كور په اړه لس پوښتنې وكړۍ، چې سم ځوابونه مې دركړل په هماغه وخت، دغه سړي ته پيسې وركړې"
خو خلك له داسې مجرمانو كركه كوي او وايي، دوي بايد ونه بخښل شي، دوي خپل نوم نه اخلي خو وايي:
"زما له ذيصلاح مقاماتواو په تېره دعدلي او قضايي اداروڅخه هيله ده، چې داسې مجرمانو ته سخته سزا يعنې د اعدام سزا وركړي."
د كورنيوچارو وزارت وايي، دوي د پوليسو ټولو حوزو ته خبردارۍ كړی دی، چې په دې برخه كې د موظفينو بې خبري په هيڅ ډول د منلو وړ نه ده.
د كورنيو چارو د وزارت وياند زمرۍ بشري وايي، د هر تښتول شوي كورنۍ بايد د سړي تښتوونكوغوښتنو ته مثبت ځواب ونه وايي، له پوليسوسره د دوي ستونزې شريكي او مرسته دې ترې وغواړي.
خو خلك وايي، د سړي تښتوونكو ډلو شمېرچې د ملي امنيت رياست يي په ګوته كوي، له دې زيات دى او كشف او نيولو ته يي روانې هڅې كافي نه دي.
راپور:خان محمد(سيند)