ژوندۍ خپرونې

دري خپرونه

راتلونکې خپرونه

ورځنى سندريز پروګرام

په ننګرهار كې سيلابونه

كركټ په نورستان كې

د وطني ديګيو بازار ګرم دى

راپورونه / افغانستان

افغانستان تر اوسه د ملا برادر د محکمي خبره نه ده کړې

12.12.1388

د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي ویاند په کابل کې خبرې غونډې ته وویل چې د طالبانو د تحریک دوهم مشر ملا عبدالغني برادر او یو شمیر نور طالب مشران چې په پاکستان کې نیول شوې دي، د افغانستان د اتباعو په صفت باید افغانستان ته وسپارل شي.

د افغانستان حکومت تر اوسه دا نه دې ویلي چې د طالبانو دوهم مشر ملا عبدالغني برادر به محاکمه کوي او په جنایت به یې تورنوي.

بل لورته پاکستان ویلې دي چې ملا برادر به په خپله خاوره کې محاکمه کړي که دا ثابته شوه چې ده د پاکستان پرضد څه کړې دي نو سزاء به ورکړي او که چیرته داسې څه نه و بیا به یې کابل ته وسپاري.

ملاعبدالغني برادر د پاکستاني او امریکايی استخباراتي مامورینو له لوري شاوخوا یوه میاشت وړاندې په کراچۍ کې ونیول شو. په پاکستان کې د طالبانو له لورې د کندز او بغلان لپاره نومول شوي والیان هم نیول شوې دي او د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د طالبانو د مهم قوماندان مولوي کبیر د نیولو خبر هم خپور شوی دی.

د ولسمشر حامد کرزي ویاند وحید عمر پرون په کابل کې وویل چې د ملا برادر او نورو نیول شویو طالب مشرانو په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې شوې دي او په اصولو کې موافقه هم شوې ده چې دغه کسان افغانستان ته وسپارل شي:
(( د پاکستان حکومت ژمنه وکړه چې نه یوازې ملا برادر بلکه نور افغانان چې توقیف کړې یې دي، افغان حکومت ته وسپاري، دا چې له دغو کسانو سره به څه ډول چلند کیږي دا نو بیلابیل کسان دي چې کله موږ ته راوسپارل شول بیا به هغه وخت پرې خبرې کوو))
سره له دي چي وحید عمر وایي چې د ملا برادر د ورسپارلو په برخه کې پر جزییاتو خبرې روانې دي او په اصولو کې موافقه شوې ده خو رویټرز اژانس د یوه پاکستاني قاضي په وینا څرګندوي چې د جمعې په ورځ یي پرېکړه وکړه چې ملابرادر له پاکستانه د باندې محاکمه کېدای نه شي .
افغان حکومت په داسې وخت کې له پاکستانه په کراچۍ کې د نیول شویو طالب مشرانو د ورسپارلو غوښتنه کوي چې د پاکستاني چارواکو په وینا په تازه خپاره شوي رپوټ کې ویل شوې دي چې د طالبانو اووه مشران په کوټه کې نیول شوې دي. ویل کیږي چې په دغو اوو کسانو کې د کوټې د شورا غړي هم شامل دي.

افغانستان او پاکستان یوه بل ته د مجرمانو د ورسپارلو تړون نه دی لاسلیک کړی.
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس