د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۴۴

افغانې سوداګرې د خپلوفعالیتونو د پراختیا لپاره د زیاتو مرستوغوښتونکي دي

افغان سوداګرو ميرمنو، چې د چهارشنبې په ورځ يي د ښځو د نړېوالې ورځې په درناوي يوه غونډه جوړه كړې وه وويل، كه څه هم افغان ميرمنې د سوداګرۍ په برخه كې ځيني لاس ته راوړنې لري ، خو په دې برخه كې له ځينو ستونزو سره هم مخ دي چې په هواري کې یې مرستو ته اړ دي .

د افغان سوداګرو ميرمنو فدراسيون، چې د طالبانو د واكمنۍ له را پرځېدو وروسته جوړشوی په دې وروستيو كې په يوشمېرولايتونوكې خپل سيمه ايز دفترونه هم پرانستي او هڅه كوي سوداګرو ميرمنو ته ورپېښې ستونزې معلومې او د حل لارې یې ولټوي.

میرمن ګل جان چې د دې فدراسيون مشري په غاړه لري وايي، دوي په تېرواتوكلونو كې په دې توانيدلي، چې كابو پنځه سوه ميرمنې د سوداګرۍ په برخه كې وروزې.


اود سوداګرو ميرمنو له لارې د ښځو توليد شوي توكي په كوردننه او په پنځو نړېوالو نندارتونونو كې نندارې ته وړاندې كړي.

په عين وخت كې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو سرپرست وزيرغلام محمد ييلاقي د سوداګرو ميرمنو پر وړاندې شته ستونزې مني خو وايي، دوي د دې ستونزې په هوارولو كې خپلې هڅې ګړندۍ كړي دي.

مونږ له دې وروسته د سوداګرو ميرمنو فيدراسيون بهرنيو هېوادونو ته د خپلو پلاو په تركيب كې شامل كړو. هڅه به وكړو، چې دوى د سوداګرۍ او صنايعو د وزارت په مرسته په جوړېدونكو نندارتونونو كې ګډون وكړي او په عينې حال كې، چې له بهره پلاوي راځي له هغوي سره په خبرو كې د دوى ګډون به په پام كې وساتو. موږ به په ملي او نړېواله كچه د دوى د پيژندګلوۍ په برخه كې هم هڅه وكړو.

يوشمېرافغان سوداګرۍ ميرمنې، چې په لېرې پرتو سيموكې سوداګري كوي له شته ستونزو شكايت كوي دوي وايي، په لېرې پرتو سيمو كې وړو پورونو ته لاس رسۍ نه لري او د دې ترڅنګ امنيتي ستونزې او ناسمه سيمه ايز دودونه د دې لامل شوي، چې د دوي سوداګري له ستونزو سره مخ كړي.

دا په داسې حال كې ده، چې د هېواد په ځينو ولايتونو كې د يوشمېر فابريكو چارې د ميرمنو له خوا مخ ته ځي او په دې وروستيو كلونو كې په هېواد كې د افغان ميرمنو د لاسي صنايعو په توليد كې هم د پام وړ زياتوالى راغلى دي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG