د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۴۴

جنرال داوود:د افغانستان - ايران په ګډه پوله د نشه يي توكو د قاچاق پرضد روان عملیات بریالي دي

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د افغان او ايراني ځواكونو دا ګډ عمليات، چې هدف يي په سيمه كې د نشه يي توكو د قاچاق وړونكو د فعاليتونو مخنيوی دى همدا اوس د هرات په ګلران ولسوالۍ كې روان دي.دا عمليات د چهارشنبې په ورځ سهار پيل شوی، چې د چارواكو په وينا له لاسته راوړنو سره مله دي.

د كورنيو چارو د وزارت د نشه يي توكو په خلاف د مبارزې مرستيال جنرال داود داود په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې افغان او ايراني ځواكونه توانيدلي، چې د دې عملياتو د پيل په شېبو كې د نشه يي توكو ترڅنګ دوه مهم قاچاق وړونكي هم ونيسي.

"دا مو دوهم عمليات دي، لومړى عمليات مو د تېر كال په اتم د مارچ وه او دوېم عمليات مو نن پيل شول. د عملياتو په پيل كې مو هم له نيكه مرغه، چې د هرات په ګلران ولسوالۍ كې پيل شول، ښه لاسته رواړنه درلوده. يو سل او دوه څلوېښت كيلو ګرامه ترياك له دوو قاچاق وړونكو سره، چې په سيمه كې له مهمو قاچاق وړونكو څخه شمېرل كيږي او ايران ته د نشه يي توكو د صادرولو په تور په سلګونه دوسېي يي ثبت شوي هم دي ونيول شول."

ښاغلي داود زياته كړه، چې د هرات ولايت په ګلران ولسوالۍ كې د نشه يي توكو په خلاف پيل شوي دا ګډ عمليات د هغو سيمه ايزو هڅو يو برخه ده، چې له تېرو ۲ كلونو راهيسې په سيمه كې د نشه يي توكو د قاچاق وړونكو په خلاف پيل شوی دی.

دا ګډې هڅې د افغانستان، پاكستان، ايران او ملګرو ملتونو له خوا په ګډه مخ ته وړل كيږي.

جنرال داود په خپلو خبرو كې د نشه يي توكو قاچاق يوه سيمه ايزه ستونزه وبلله او په دې برخه كې يي د سيمې هېوادونو څخه د لازياتو مرستو غوښتنه وكړه.

"زه په دې همكارۍ ډېر خوښ يم ، ځكه چې نه يوازې موږ بلكې زموږ ګاونډي هېوادونه هم ډېر زيانمن كيږي.

نن ورځ په نړۍ كې تر ټولو ډېر په نشه يي توكو اخته كسان زموږ په سيمه كې دي. په روسيه ، ايران او پاكستان كې . د څو ګاونډيوهېوادونو پوليس بايد په ګډه د نشه يي توكو په خلاف يو ځاى مبارزه وكړي، ځكه چې نشه يي توكي د ملتونو پروړاندې يو ګواښ دى او بايد له سياست څخه جلا كړل شي.

په پام كې ده، چې موږ په نږدې راتلونكي كې د ګاونډېوهېوادونو له پوليسو سره په ګډه نورعمليات هم ولرو."

جنرال داود داود په هېواد كې دننه هم د قاچاق وړونكو په خلاف د سختې مبارزې يادونه هم وكړه. نوموړي وويل، چې دوي توانيدلي چې ۴۶۸ قاچاق وړونكي، چې د نړۍ په كچه يي فعاليت درلوده ونيسي.

ښاغلي داود له عدلي او قضايي ارګانونو څخه په جدي توګه د نيول شوېو قاچاق وړونكو د محاكمې غوښتنه وكړه.

كارپوهان وايي، چې په تېرو اتو كلونو كۍ د نشه يي توكو پر وړاندې مبارزه روانه ده خو افغانستان بيا هم به نړۍ كې تر تولو ستر توليدوونكى هېواد شمېرل كيږي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG