د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۴۵

هولبروک په افغانستان کې پر رسنیو وروستی بندیز د اندېښنې وړ وباله

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازې ریچارډ هولبروک
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازې ریچارډ هولبروک

امریکا د افغان حکومت په وروستیواقداماتوچې په خبري رسنیو باندې یي نوي قیودات لګولي او د انتخاباتي شکایاتو له کمیسیونونه یي بهرنیان لري کړي انتقاد کړی دی.د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازې ریچارډ هولبروک وویل، دوی به په دې اړه د افغانستان حکومت ته خپلې اندېښنې څرګندې کړي.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې وړمه ورځ خبري رسنیو ته وویل، چې د وسله والو مخالفینو د بریدونوعکسونه او فلمونه دي نه اخلي.

کله، چې له هولبروک څخه د افغانستان د حکومت له خوا په خبري رسنیو باندې د نوېو قیوداتو په اړه پوښتنه وشوه، ده وویل چې دا پوره څرګنده ده، چې موږ د خبري رسنیو د ازادۍ ملاتړ کوو. موږ په مطبوعاتو باندې قیودات غوره نه بولو.

د رویټرز د خبري اژانس رپوټ زیاتوي، یوه بله موضوع، چې واشنګټن یي اندېښمن کړی د ولسمشر حامد کرزي وروستی هغه فرمان دی، چې د انتخاباتي شکایاتو له کمیسیونه یي بهرني څارونکي لري کړي دي.

د دغه پنځه کسیز کمیسیون درې غړي بهرنیان وو، چې د ملګرو ملتونو له خوا ټاکل شوي وو.

دغه کمیسیون د تېرکال په انتخاباتو کې د ولسمشر کرزي په درېمې برخې راېو باندې د درغلیو شک کړی و.

د ولسمشر حامد کرزي وروستی فرمان هغه مرستندویه هېوادونه او موسسې نورې هم بې علاقه کړي، چې ویلی وو که چېرې افغانستان د انتخاباتو قانون تعدیل نه کړي نو دوی له راتلونکو پارلماني انتخاباتو سره مرسته نه شی کولی.

د افغانستان اوپاکستان لپاره د امریکا استازی ریچارډ هولبروک دا خبره، چې واشنګټن کېدای شي د دغو اقداماتو له امله د افغان حکومت سره خپلې مرستې وځنډوي رد کړه اوزیاته يي کړه، چې د داسې فرضیو په اړه فکر نه کوي.

د رویټرز خبري اژانس رپوټ زیاتوي په داسې حال کې چې ناټو او امریکایي ځواکونه د افغانستان په جنوب کې نوي عملیات په مخ بیایي، امریکا د افغانستان د حکومت له علني انتقاده ډډه کوي.او غواړي د حکومت ملاتړ څرګنده کړي.

خو امریکایي چارواکو په خصوصي ډول په ولسمشر کرزي باندې فشار راوستی، چې د اداري فساد د مخنیوي او د شفافې ادارې په اړه دې خپلې ژمنې ځکه پلي کړي، چې ښه اداره او خلکو ته خدمت د تروریزم ضد نوی پلان د بریالیتوب لپاره مهم دی.

هولبروک خبریالانو ته وویل، چې په کابل کې د امریکا سفیر کارل ایکن بیري د انتخاباتي شکایاتو د کمیسیون په اړه ولسمشر حامدکرزي ته خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG