د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۰۵

د خوست د ځانمرګي نوې ويډيو خپره شوه

الجزیرې ټلويزيون پرون د القاعده شبکې د هغه غړي ويډيو خپره کړه، چې د هغه تر مرګ مخکې ثبت شوې، په ويډيو کې البلاوي خبري کوي، چې د تېرکال په وروستیو کې یې په خوست کې د امریکايي ځواکونو په اډه کې ځان وژونکې حمله وکړه، او د سي آی اې يا د امريکا د استخباراتو اووه غړي یې ووژل .

په دې ویډیو کې د القاعده شبکې دغه ۳۲ کلن اردنی غړی همام البلاوي ښکاري، چې په خوست کې د ډسمبر د دېرشمې نېټې د حملې لپاره په موټر کې سپرېږي او دغه راز هغه چاودېدونکي مواد ښودل کېږي چې دی یې وروسته په خوست ولايت کې د امریکا د سي آی اې د ایجنټانو پرضد په ځانوژونکې حمله کې کاروي .

د هغه په حمله کې د سي آی اې د اوو مامورینو پر وژل کېدو سربېره شپږ نور ژوبل شول.

په بريد کې د البلاوي اردنى ملګرى هم ووژل شو، په دې توګه د اردن پر استخباراتو شکونه زیات شول ځکه چې ده ځان په دې استخباراتي اداره کې ځای کړی و او له همدې لارې یې ځان په خوست کې د امریکايي ځواکونو اډې ته ورساوه .

البلاوي په ویډیو کې وايي:

”د سي، اى، اې ډلې زه مو نه پرېږدم، زه به په دې چاودېدونکو موادو دومره کسان ووژنم چې زړه مې غواړي .دا مې هدف دی. زه به ستاسو اردنى همکار هم ووژنم“

په ويډيو کې په سعودي عربستان، يمن، شمالي افريقا او افغانستان کې د القاعده له خوا شوي بريدونه ستايل شوي.

البلاوي په ویډیو کې وايي دی وروسته له دې له القاعده سره ملګری شو، چې امریکا په ۲۰۰۳ م کال پرعراق یرغل وکړمګر هغه وخت له سخت دریځو سره یوځای کېدای نه شو نو له سخت دریځوسره یې د هغوی د انترنتي فورمونو له لارې تماس نیوه .

دی وايي وروسته له دې چې اسراییلو پرغزې بمباري وکړه ، ده د اسراییلو پرضد په انترنت کې مقاله ولیکله او د اردن حکومت په دې خاطر په خپل کور کې ونیوه . د بند په موده کې یې ځان د اردن په استخباراتو کې شامل کړ او د اردن استخباراتو وزیرستان او افغانستان ته ولېږه چې د القاعده شبکې په باب جاسوسي وکړي .

دی همداراز وايی چې د اردن او امریکا استخباراتي ادارو ته یې د بې پېلوټو الوتکو د حملو لپاره غلط معلومات ورکول او په دې ډول یې پر ځان د هغوی اعتماد پیدا کاوه .
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG