د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۰۵

کابل بیا د ځان وژونکو برید ښکار شو

په کابل کې شوی ځان وژونکي برید خلکو ته ځاني زیانونه اړولی
په کابل کې شوی ځان وژونکي برید خلکو ته ځاني زیانونه اړولی

كابل ښارد جمعې په ورځ يو ځل بيا د ځان وژونكواو وسله والو مخالفينو د بریدوشاهد وو، د كورنيو چارو وزارت وايي چې په دې پېښه كې څه باندې پنځوسو تنوته مرګ ژوبله اوښتې ده، خود كابل ښار د نوي ښارپه سيمه كې د بهرنيو وګړو د اوسېدو په يوه ميلمستون دوه ځان وژونكې بریدونه شوي او وروسته وسله والو حمله كوونكو له پوليسوسره وسله وال مقاوت وكړ.

د كورنيوچارو وزارت وايي، چې د كابل ښار د جمعې د ورځې په پېښه كې چې د ميلاد النبي له ورځې سره هم سمون خوري ټول شپاړلس كسان وژل شوي اواته ديرش نورټپيان دي.

د كورنيوچارو وزارت وياند زمری بشري له پېښې وروسته په كابل كې خبريالانوته وويل، چې لومړۍ دوه ځان وژونكې حملې وشوې او وروسته د ده په خبره يوه وسله وال مخالف له پوليسو سره وسله وال مقاومت وكړ.

ښاغلي بشري د دې پېښې د مرګ ژوبلې په اړه داسې معلومات وركړل:
په کابل کې شوي ځان وژنکی برید


"په وژل شووكې درې پوليس يوملكي وګړى او يوولس تنه نورچې لا تراوسه يې هويت نه دى معلوم شامل دي.

دغه راز په ټپيانوكې شپږ پوليس، اته بهرنيان اوپاتې ملكي كسان شامل دي."

د كابل د امنیې قومندانۍ د جنايي جرمونو د تحقيقاتو رييس عبدالعفارسيدزاده د پېښې په ځاى كې خبريالانوته وويل، چې په دې پېښه كې د كابل ښار د درېم زون قومندان جنرال عبدالرحمان رحيمي هم ټپي شوى او دوه ساتونكي يی وژل شوي دي.

ښاغلي سيدزاده د دې پېښې په اړه خبريالانوته وويل:

"دا یوافغانی میلمستون دی چې ټول بهرني میلمانه په کې اوسیږي او تراوسه مو لا نه دي پیژندلي."

د كابل د نوي ښار په سيمه كې لومړۍ ځان وژونكې حمله د پارك ريزيدنس د شخصي ميلمستون په دروازه كې او دوهمه ځان وژونكې حمله په كابل سيټي سنټر كې وشوه چې مهم سوداګريزمركز دى او ډير بهرني ميلمانه هم په كې اوسيږي.

په كابل ريزډنس ميلمستون كې ويل كيږي چې ترډيره هغه هندي ډاكټران او روغتيايي كاركوونكي اوسيدل، چې په اندراګاندې روغتون كې يې كاركاوه، د عامې روغتيا وزارت وياند كارګرنوراوغلي ازادۍ راډيو ته وويل، چې په دې پېښه كې اته تنه هندي ډاكټران ټپيان شوي دي.

له دوو پرله پسې ځان وژونكوحملو څخه وروسته د كورنيو چارو و زارت وياند زمري بشري په خبره يو وسله وال مخالف كابل سيټي سنټرتر څيرمه اريا ميلمستون ته ننوت او نږدې څلورنيم ساعته يي له امنيتي ځواكونوسره وسله وال مقاومت وكړ او د دواړو خواوو ترمنځ سختې ډزې هم تبادله شوی.

د عملياتوله پاى ته رسېدو وروسته په سيمه كې پوليس اونور ځواكونه په دې هڅه كې وو، چې ټپيان اومړي روغتونونو ته انتقال كړي.

يو تنكى ځوان چې كابل سيټي سنټر تر څيرمه يي دكان درلود هم ټپي شوى وو، پوليس او نور امنيتي ځواكونو يي د ټپ په تړلو او روغتون ته د ده په ليږدولو بوخت وو.

د مرګ ژوبلې تر څنګ د پېښې په شاوخوا سيمو كې خلكو ته ډيرمالي زيانونه هم اوښتي.


ودانۍ اونقليه وسايط زيانمن شوي اوان په لرو سيموكې هم د ځينو ودانيو ښيښي ماتې شوي دي.

د دې پېښې مسووليت وسله والوطالبانوومانه، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا وكړه چې په دې ځان وژونكو او وسله والو بریدوكې دوي ګڼ شمېر بهرنيو وګړو اوافغان ځواكونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دا لومړى ځل نه دى، چې په كابل ښاركې د دولت وسله وال مخالفين ځان وژونكې اووسله والې حملې كوي بلكه تردې وړاندې هم څوځلې دا ډول حملې شوې چې ښه بيلګه يي څه موده مخكې د فروشګاه په سيمه كې وه چې په ورته توګه يې امنيتي ځواكونو او عامو خلكو ته مرګ ژوبله واړوله.



راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG