د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۰۵

نادري:په هېواد کې ملکي تلفات اوج ته رسېدلي

د افغانستان د بشرد حقونو خپلواك كمسيون يو ځلې بيا په جګړو كې له ښكيلو اړخونو وغوښتل، چې د عامه خلكو ژوند ته پاملرنه وكړي او د جګړې د اصولو درناوې وكړي.

د بشري حقونو خپلواك كميسيون واېي، په تېرو دوه اونيو كې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د پوځي عملياتو اوچاودنو په ترڅ كې درې شپيته ملكي خلك وژل شوې او لسګونه نور ټپيان دي.

د بشري حقونو خپلواك كميسيون وياند نادر نادرې ازادۍ راډيو ته په خپلو خبرو كې د هلمند روانو پوځي عملياتو ته په اشارې وويل، چې د عملياتو په مهال د ملكي وګړو د ژوند د خوندي كولو لپاره شوې ژمنې عملي نه شوې.

دده په وينا په دې عملياتو كې تر دې دمه د ديارلسو ماشومانو په ګډون اته ويشت ملكي خلك وژل شوي او د ديرشو ماشومانو په ګډون اويا نور ټپيان دي.

ښاغلي نادري وويل، كه چېرې دا لړۍ همدا شان دوام وكړې، نو دوي به نړېوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو ته خپل د اعتراض غږ اوچت كړي او په بهرنيو او كورنيو ځواكونو به د فشار راوړلو غوښتنه وكړي.

ښاغلي نادري د وسله والو مخالفينو له خوا د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ او د هلمند په لښكرګاه ښاركې ځان وژونكې برید هم د ملكي وګړو لپاره خونړۍ وبللې او ويي ويل، چې په دې پېښو كې لږ تر لږه يو ويشت ملكي وګړي وژل شوي او زيات شمېر يي ټپيان كړي دي.

ښاغلي نادري وويل، كه څه هم چې دوي په افغانستان كې ملكي مرګ ژوبله په وار وار سره غندلې خو بيا هم په دې برخه كې ښكيلو ډلو د دوي اعتراضونو ته غوږ نه دی نيولې.

نوموړي اندېښنه وښوده، چې سږكال بيا په افغانستان كې ملكي تلفات زيات شوي چې زياتره يي د وسله والو مخالفينو په ځان وژونكو بريدونو د سړك د غاړې په بمي چادونو او د نړېوالو ځواكونو د هوايي بمبارۍ له امله را منځ ته شوي دي.

هغه زياته كړه، چې په روان كال كې د يادو شوېو پېښو له امله دوه زره ملكي خلك وژل شوې دي.

دا په داسې حال كې ده چې په افغانستان كې د ملكي وګړو مرګ ژوبلې د خلكو او د افغان دولت غصه را پارولې او مشرانو جرګې خو بيا د داسې پېښو د عاملينو د محاكمې غوښتنه هم كړې.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG