د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۴۲

رحمان ملک، ملا برادر به واشنګتن ته ونه سپارو

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وایي چې د ملا برادر په ګډون له نیول شویو طالب مشرانو تحقیقات روان دي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر نن وویل چې هیواد به یې د طالبانو دوهم مشر ملا عبدالغني برادر او د طالبانو دوه نور نیول شوې مشران د امریکا متحد ایالاتو ته تسلیم نه کړي.

رحمان ملک څرګنده کړه چې پاکستاني چارواکي له ملا برادر څخه تحقیقات کوي او له هغو دوو نورو هم پوښتنې روانې دي .

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر نن په اسلام اباد کې دا هم وویل، که چیرته دا ښکاره شي چې دغو کسانو په پاکستان کې جنایت نه دی کړی نو په پاکستان کې به یې بیا ونه ساتو.

رحمان ملک خبریالانو ته دا هم وویل ، که دا ثابته شي چې دغو طالبانو د پاکستان قانون تر پښو لاندې کړی نو بیا به سزاء ورکړو، اما که دوی څه جرم دلته نه وي کړی بیا به یې خپل اصلي هیواد ته وسپارو خو امریکا ته به یې تسلیم نه کړو.

پاکستاني امنیتي مسوولانو نژدې دوې اونۍ مخکې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې په مرسته ملابرادر په کراچۍ کې ونیو او د اسوشیتد پریس اژانس په وینا تقریبا له همدې سره په یوه وخت د طالبانو دوه نومول شوي والیان هم ونیول شول.

د دغو چاپو پر مهال لږ ترلږه نهه طالبان چې له القاعده شبکې سره اړیکي لري ونیول شول، همداراز د پاکستان استخباراتي ادارې وایي چې پرون د امریکایي بې پیلوټه الوتکو په برید کې د سراج الدین حقاني ورور په وزیرستان کې وژل شوی دی.

دغه پیښې د اسوشیتد پریس اژانس په وینا له دوه زره لومړي میلادي کال راپه دې خوا په پاکستان کې د طالبانو د ځپلو لپاره مهمې پیښې دي.

په پاکستان کې د طالبانو د مشرانو د نیولو په اړه د امریکا د دفاع وزارت ویاند جیف موریل وویل، د دغو کسانو له نیولو امریکا راضي ده. جیف موریل دا ونه ویل چې دا کسان د واشنګتن او اسلام اباد د استخباراتي ادارو د ښه همکارۍ له امله نیول شوې دي که د پاکستان د ښو هڅو له برکته.

په نیول شویو کسانو کې د پاکستاني چارواکو په وینا یو هم امیر معاویه دی چې د القاعده شبکې لپاره یې د پاکستان په سرحدي سیمو کې فعالیت کاوه، بل پوپلزی اخندزاده دی چې د طالبانو د رژيم پر مهال د کابل امنیه قوماندان و او یو وخت په زابل کې طالبانو له خپل لورې والي ټاکلی و. په کراچۍ کې په نورو نیول شویو کسانو کې یو هم په هلمند کې د طالبانو د رژیم د وخت قوماندان دی چې حمزه نومیږي، ابو ریاض الزرقاوي هم نیول شوی دی، ویل کیږي چې دی په پاکستان کې له چچنیایي او تاجیک وسله والو سره په رابطه کې و.

د طالبانو له لورې د کندز لپاره نومول شوی والي ملا عبدالسلام او د بغلان لپاره ټاکل شوی والي ملا محمد هم هغه کسان دي چې په پاکستان کې نیول شوې دي.

طالبانو د دغو کسانو د نیولو رپوټونه رد کړې دي او وایي چې دا په مارجه کې د طالبانو د روحیاتو د کمزوري کیدو لپاره خپاره شوې دي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG