راتلونکې خپرونه


ورځنى سندريز پروګرام

په کابل کې د اسلامي کتابونو نندارتون

عدم تشدد - د کړکیچونو د هواري لار-ځانګړې پرواګرامونه

عدم تشدد د کړکېچونو د حل اغېزمنه لاره-اوومه برخه Audio

د نوییمې میلادي لسیزې په پیل کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو سره، کمونیزم او له کمونیزم سره تړلي نظامونه هم له مینځه ولاړل. خو دا پېښه تصادفي نه وه. تفصیل...

ددې لړۍ نور پروګرامونه دلته وګورﺉ

راپورونه / افغانستان

اوباما د راتلونکې مالي کال د بودیجې پلان په ډاګه کړ

19.11.1388

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما د راتلونکي مالي کال لپاره د ۳ اعشاریه ۸ تریلیونو ډالرو بودجي پلان په ډاګه کړ او غواړي د زیاتو پیسو په لګولو سره په هیواد کي د بی کارۍ ستونزه لیری کړي ، اقتصاد ته وده ورکړي او دغه راز د افغانستان او عراق د دوو جګړو مصارف هم پوره کړي.

د امریکا جمهور رییس بارک اوباما د راتلونکي کال لپاره د ۳ اعشاریه اتو تریلیونو ډالرو د بودجې پلان برابر کړی چې په دې کار سره به ددي هیواد پورونه لازیات شي خو د پیسو په لګښت سره به اقتصاد ته یو جټګه ورکړي چی د ودې په لور حرکت وکړي.

د جمهور رییس اوباما د ۲۰۱۱ مالي کال بودجه چي د تیر کال په نسبت ددی هیواد په عایداتوباندی د مالیو یا ټکس څخه د لاسته کیدونکو پییسو څخه ۱ اعشاریه ۶۶ تریلیونه ډالره زیاته ده، باید کانګرس یي تصویب کړي. د پخواني جمهور رییس جورج ډبیلو بوش وروستۍ بودجه دري نیم تریلیون ډالره وه.

جمهور رییس اوباما وویل، که چیری وضعه عادي واي نو ده به د لږولګښتونو بودجه برابره کړی واي. خو دا مهال امریکا په دوو جګړو کی ښکیل ده، اقتصادي حالت خراب دی، او له بي کارۍ سره مجادله هم سترو منابعو او تیاریو ته اړتیا لري. ده وویل:

((دا داسي بودجه ده چي زمونږ د هیواد جدي ازمیښتونه( چیلجونه) په ډاګه کوي. مونږ په جګړه کی یو، په تېرو دوو کلونو کی مونږ ۷ میلونه کارونه له لاسه ورکړل او دیوې لسیزې بې ځایه لګښتونو له وجې حکومت زیات پوروړی دی. ))

د جمهور رییس اوباما د بودجي دپلان له مخي د کورنی امنیت لګښتونه به د راتلونکو دریو کلونو په مودې کی نه زیاتیږي او سپوږمۍ ته د تلو په مقصد د امریکا د فضایی څیړنو د اداری پلان به هم وځنډول شي.

جمهور رییس اوباما په بودیجي کې د جګړود لګښتونو لپاره د۱۹۲ میلیاردو ډالرو غوښتنه کړي تر څو په افغانستان کی د امریکایي عسکرو او ملکی کار پوهانو لګښتونه هم پری پوره کړي.
د تیرکال راهیسي د امریکا د دفاع وزرات بودجه په سلو کی ۳ اعشاریه څلور زیاته شوي یعنی اتلس میلیارده ډالره زیات والي پکی راغلی.
د امریکا متحده ایالاتو له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسي په افغانستان او عراق کی یو تریلیون ډالره مصرف کړیدي.

د جګړو لپاره د جمهور رییس اوبا د بودجي په ۱۹۲ میلیاردو ډالرو کي افغانستان ته د نورو عسکرو د لګښتونو لپاره ۳۳ میلیارده ډالره او دغه راز د پاکستان او یمن د پوځي عملیاتو پشمول د پوځي فعالیتونو لپاره ۱۶۰ میلیارده ډالر بیل شویدي.

امریکا به شاوخوا ۲ میلیارده ډالر اسلام آباد ته ورکړي چی د افغانستان پولې ته نږدي په قبایلي سېمو کي د وسله والو په ضد پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.

د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیتس وایي، په نوي بودجې کی د جګړو د بري لپاره د امریکا د حکومت تعهد په ډاګه کیږي او د موجودو ګواښونو په مقابل کی زمونږ د تیاریو ښکارندوي ده.

د جمهور ریس اوباما په بودجي کی د امریکا د بهرنیو چارووزارت بودجه د ۵۱ میلیاردو ډالرو څخه ۵۷ میلیاردو ډالرو ته زیاته شویده. پدي کی به ۱۲ میلیارده ډالره له افغانستان سره د مرستو لپًاره او ۳ میلیارده ډالره به په پاکستان کی د ښه حکومتی سیستم د پیاوړي کولو، بیا رغوونې او د بنسټ پالنی د مخنیوي په مقصد د نورو پراختیایي فعالیتونو لپاره ولګول شي.

د جمهور رییس اوباما د راتلونکی کال په بودجي کی په امریکا کی د روغتیایي سیستم د ښه کولو لپاره هم زیاتي پیسي بیلې شويدي. د امریکا په کانګرس کی جمهوریت غوښتونکي وکیلان هم ممکن د ۲۰۱۱ مالي کال له بودجي سره مالفت ونکړي خو یو شمېر وکیلان په عایداتو باندي د مالیو د زیاتولو له وجي په غوسه شویدي.
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس