افغان میرمینې: وسله والو سره سوله کې زموږ حقونه تر پښو لاندې نه شي

د افغان ښځو د شبكې مسوولينې
وروستی بدلون 19 11 1388 11:02 AM
د افغان ښځو شبكې له افغان دولت څخه وغوښتل چې له وسله والو مخالفينو سره سوله بايد د دوی حقونه قربانی نه كړي.
د افغان ښځو شبكې، چې د لندن د كنفرانس د لاسته راوړنو د ارزلو په هدف په كابل يوه خبرې غونډه جوړه كړې وه وويل، چې د لندن په غونډه كې د افغان ښځو د حقونو د خوندي كولو لپاره په نړيواله كچه ملاتړ وشو.
د افغان ښځو د شبكې مسوولين وايي، چې د سولې په اړه په ملې او نړيواله كچه په جوړېدونكو كنفرانسونو كې بايد افغان ښځو ته ونډه وركړل شي.
د افغان ښځو د شبكې غړې ارزو قانع، چې د لندن غونډې ته د افغان ښځود حقونو د دفاع په موخه تللې وه، د يكشنبي پر ورځ په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، د لندن تېره غونډه، چې تر ډېره له وسله والو مخالفينو سره په جوړجاړي او امنيتي مسالو څرخېده په كې د افغان ښځو د حقونومساله له ياده ايستل شوې وه.
اغلې قانع زياته كړه، چې دوی د لندن په غونډه كې ډېره هڅه وكړه، چې د افغان ښځو له حقونو دفاع وكړي،د نوموړې پر وينا په دې برخه كې يې د نړيوالې ټولنې ملاتړ ترلاسه كړى دی.
د لندن غونډه، چې د روان ميلادي كال د جنوري په اته ويشتمه نېټه جوړه شوه په دې غونډه كې له افغان دولت سره د حكومت داري د سيستم په جوړونه او له وسله والو مخالفينو سره د روغې جوړې مسايل وڅېړل شول.
په داسې حال كې چې اوسمهال افغان ولسمشر حامد كرزى د لندن غونډې ته د وړاندي شويو طرحو د عملي كولو او له وسله والو مخالفينو سره د روغې جوړې پرپلانونو كاركوي، د افغان ښځو د شبكې يوه بله غړې ثريا پرليكا وايي، چې افغان دولت او نړيواله ټولنه بايد له وسله والو مخالفينو سره داسې خبرو اترو ته غاړه كينږدې، چې له مخې يې د افغان ښځو سياسي ټولنېز او داسې نور حقونه تر پښو لاندې كړي.
افغان ښځې داسې مهال د خپلو لاس ته راوړو ازاديو له قرباني ډاريږي، چې په دې وروستيو كې د افغان دولت او نړيوالې ټولنې له خوا له وسله والو مخالفينو سره د روغې جوړې هڅو زور اخيستى دی.
افغان ميرمنې ويريږي، چې له وسله والو مخالفينو سره خبري اترې به د دوی چارې محدودي او حقونه به يې تر پښو لاندې شي.
خو بل پلو افغان دولت او له وسله والو مخالفينو سره د روغې جوړې موافقو هېوادونو ډاډ څرګند كړى، چې له وسله والو مخالفينو سره خبرې اترې بايد د افغانانو اساسي حقونه، مدني خپلواكۍ او د دوی اته كلنې لاس ته راوړنې له خطر سره مخ نه كړي.