افغان سوداګر د فساد د له منځه وړلو غوښتونکي دي
وروستی بدلون 18 11 1388 06:03 PM
لسګونه افغان سوداګر وايي، چې د اداري فساد او نا امنۍ له امله نه شي كولاى چې خپلې سوداګريزې چارې په ښه توګه پر مخ بوزي.
د يكشنبې په ورځ د افغانستان د سوداګرۍ وزارت، د اداري فساد په وړاندې د مبارزې ریاست چارواكو او د يو شمېر ولايتونو سوداګر په يوه غونډه كې، د اداري فساد د مخنيوي پر لارو چارو خبرې وكړې.
د سوداګرۍ وزارت او د فساد د مخنيوي ادارې چارواكي وايي چې دوى به د سوداګرو ستونزو ته حل لارې لټوي او د فساد په وړاندي مبارزه به ګړندۍ كړي.
په داسې حال كې، چې په افغانستان كې د سوداګريزو چارو لپاره د اسانتياوو د رامنځته كولو لپاره ډېر څه ويل كېږي، خو افغان سوداګر او پانګوال بيا وايي، چې دوى په دولتي ادارو كې د فساد او ناامنيو له كبله په خپلو ورځنيو چارو كې له زياتو ستونزو سره مخامخ دي.
افغان سوداګرو دا شكايت هغې غونډې ته كړۍ، چې د يكشنبې په ورځ په كابل كې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت له خوا د فساد د مخنيوي په هدف جوړه شوې وه.
د كندهار يو سوداګر رحيم الدين حاجي اغا وايي، كه چېرې دولت د سوداګرو د شتو ستونزو د هوارۍ لپاره جدي ګامونه وانخلي، نو سوداګر اړ دی، چې له هېواده خپله پانګه وباسي.
همدارنګه افغان سوداګر وايي چې ډېری سوداګر د ناامنيو، سړي تښتونو او پاټكونو څخه شكايتونه كوي، دوى وايي اوس هم د هېواد په ډېرو ولايتونو كې افغان سوداګر تښتول كېږي او دا په افغانستان كې سوداګريزو فعاليتونو ته جدي ګواښ بلل كېږي.
خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وايي چې د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره ډېرې هڅې كوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت سرپرست وزير غلام محمد ييلاقي وايي چې دوى پر مركز سربېره د ولايتونو د دفترونو څارنه هم كوي.
”موږ هڅه كوو چې په سوداګرۍ وزارت او اړوندو ادارو كي د فساد مخنیوى وكړو، كاري وړتياوې به په پام كې ونيسو، د قانون پلي كېدو ته به كار وكړو، چې نور اداري فساد ته لاره جوړه نه شي.
په عين حال كې موږ ګرځنده ډلې لرو، چې په ولايتونو كې زموږ د دفترونو ليدنه كوي او د ستونزو پوښتنه او د فساد مخینوى كوي.“
محمد ياسين عثماني وايي، فساد په ټولو ادارو كي شته د ستراتيژۍ له مخې به وكولاى شي چې تر يوه ځايه د فساد مخنيوی وكړي. د اداري فساد په وړاندي د مبارزې د ادارې رئيس محمد ياسين عثماني په غونډه كې وويل چې فساد په ټولو ادارو كي شته، ده وويل د فساد د مخنيوي د ستراتيژۍ له مخې به وكولاى شي چې تر يوه ځايه د فساد مخنيوی وكړي.
همدارنګه نوموړي زیاته کړه، چې په افغانستان كې 70فيصده وزارتونه او ادارې، د ادارې فساد د مخنيوي په ستراتيژۍ نه پوهېږي او يا ورته پام نه دى شوى.
نوموړى وايي، د دې ستراتيژۍ نه عملي كوونكو ته بايد سخته سزا وركړل شي او ځينو ادارو ته يې د پوهاوي پروګرامونه هم په پام کې نيولي.
يوشمېر افغان سوداګر وايي همدې اداري فساد او سوداګرو ته نه پاملرنې، افغاني توليدات او صادرات متاثره كړي او د ځينو ګاونډيو هېوادونو لپاره يې دا زمينه برابره كړې چې د ازاد بازار له فرصت څخه په استفادې د افغانستان پر بازار منګولې ښخې كړي.
د چارو يو شمېر څېړونكي په دې باور دي، چې كه د افغان سوداګرو ستونزو ته د حل لارې پيدا نه شي، نو سوداګر به په افغانستان كې پانګه اچونې ته زړه ښه نه كړي. د بېكارۍ كچه به لوړه شي او هېواد به له يو شمېر نورو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.
معصوم ميوند