کابل کې د ایران د اسلامي انقلاب د ۳۱مې کلیزې په اړه یو نندارتون پرانیستل شو

دغه نندارتون د کابل تر څنګ د افغانستان په څلورو نورو ولایتونو کې د یوې اونۍ لپاره پرانستی وی
وروستی بدلون 17 11 1388 03:11 PM
د ايران د اسلامي انقلاب د يو دېرشمې كليزې په وياړ په كابل كې د دغه انقلاب د يو دېرش كلنو لاسته راوړنو په اړه د تصويرونو او لاسي صناعيوو يو نندارتون پرنيستل شو.
دغه نندارتون چې د يوې اونۍ لپاره به د كابل تر څنګ په ننګرهار، بلخ، هرات او كندهار كې هم پرانيستې وي د ايران د لاسي صنايعوو او د دغه هېواد د لاسته راوړونو تصويرونه په كې نندارې ته وړاندې شوې دي.
د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزارت چارواكي وايي، چې دا د افغانانو لپاره د وياړ ځاى دی، چې د دوى مسلمان او ګاونډی هېواد د علم او فرهنګ په برخه كې ښې لاسته راوړنې لري.
د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزير ډاكټر سيد مخدوم رهين، چې د شنبې په ورځ يې په كابل كې د ايران د اسلامي انقلاب په مناسبت د دغه هېواد د لاسته راوړنو په اړه د تصويرونو او لاسي صنايعوو د نندارتون په پرانيستې كې خبرې كولې وويل، چې د افغانستان او ايران دوستانه اړيكې اوږد تاريخ لري چې د وخت په تيريدلو سره دغه اړيكې لا پسې پياوړې شوې دي:
"د افغانستان او ايران اړيكې د تاريخ په هغې غاړې پورې اړه لري، له نيكه مرغه د وخت په تيريدلو سره دغه دوه مسلمان او وروڼه هېوادونه د هغه مينې له مخې، چې له زړونو سرچينه اخلي سره نيږدې شوي او نور به هم نيږدې شي."
دغه نندارتون به د يوې اونۍ لپاره په كابل، ننګرهار، بلخ، هرات او كندهار ولايتونو كې هم پرانيستې وي.
د دغه نندارتون د پرانيستې پر مهال په كابل كې د ايران سفير فدا حسين مالكي هم خبرې وكړې ويې ويل، دا د خوشحالى ځاى دى چې په داسې يو هېواد كې د ايران د اسلامي انقلاب د لاسته راوړنو نندارتون پرانيستل كيږي، چې د دغه هېواد خلك هم پر خپلواكۍ مين او له دغه پړاو څخه تېر شوي دي:
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر ډاکټر سید مخدوم رهین "تاريخ دا ثابته كړې، هر هغه هېواد چې غوښتي خپلواك او مستقل وي دا هر څه په اسانۍ سره نه تر لاسه كيږي نو په كار ده چې سختۍ وګالي.
زه نن د داسې كسانو تر منځ خبرې كوم، چې دوى په خپله هم په خپلواكۍ مين خلك دي او تاسې دا درك كولاى شئ، چې ستاسې ايراني وروڼو په څومره ستونزو سره خپله خپلواكي تر لاسه كړې ده."
په كابل او د افغانستان په څلورو نورو ولايتونو كې د ايران د اسلامي انقلاب په وياړ د دغه هېواد د يو دېرش كلنو لاسته راوړنو د تصويرونو او لاسي صنايعوو په دغه نندارتون كې د لاسي صنايعوو او تصويرونو پينځوس، پينځوس بيلګې نندارې ته وړاندې شوې دي.
د يادونې وړ ده، چې په كابل او يو شمېر ولايتونو كې هر كال په دغو شپو ورځو كې د ايران د اسلامي انقلاب په وياړ ورته ننداتونونه پرانيستل كيږي.
چارواكي وايي، چې د دا شان نندارتونونو پرانسته د دواړو هيوادنو د اړيكو د تينګښت او د دواړو هېوادونو د خلكو په نيږدې والی كې مهم رول لوبولى شي.