د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۵۲

م.م: مخالفانو سره په هر ډول معاملې کې باید د ښځو حقونو ته درناوی وشي

په دې وروستیو کې په خاص ډول د لندن کنفرنس راهیسې له طالبانو او مخالفانو سره د افغان حکومت د جوړ جاړي او پخلایینې خبره ګرمه شوي او مختلفو ارګانونو او سازمانو مختلف غبرګونونه ښودلې دي. د بشري حقونو او ښځو د حقونو ځیني سازمانونه په دې نظر دي، چې په افغانستان کې له مخالفانو سره په هر ډول معاملې کې باید د ښځو حقونو ته درناوی وشي.

په ملګرو ملتو کې د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض د لیرې کولو کمیټې د جمعې په ورځ وویل، که په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې هر ډول معامله کیږی باید، چې د ښځو د حقونو د ساتلو لپاره قوی تعهد په کې وي.

دې کمیټې دغه راز خواشیني څرګنده کړې، چې د لندن په کنفرنس کې افغانی ښځو ته د تصمیم نیولو ونډه نه وه ورکړه شوې.

رویټرز لیکي، د لندن په کنفرنس کې د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي طالبانو ته بلنه ورکړه، چې د سولې په یوې جوړیدونکی شوری کې دې ګډون وکړي.

ده دغه راز د دولت هغه پلان هم په ډاګه کړ چې وایي، که چیرې طالبان وسلې پر ځمکه کیږدی دولت به ورته په بدل کې کارونه او پیسې ورکړي.

طالبانو د پنجشنبې په ورځ په یوې کمپیوتري اعلامیې کې وویل، دوی به له افغان حکومت او لویدیځ سره د سولې هیڅ ډول معامله ونه کړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو د حقونو دا ډله چې د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض د لیرې کولو لپاره کار کوي، د افغانستان په شمول د ۱۸۶ هېوادونو استازي په کې ګډون لري او ۲۳ تنه کارپوهان یې د هغه تړون څار کوي چې د غړیو هېوادونو له خوا برابر شوي دي.

دا ډله وایي، افغاني ښځې چې د هېواد اکثریت جوړوي، د هرې سطحې په تصمیم نیولو کې، د سولې، پخلایینې، بیا رغوونې او د هېواد د پراختیا په عملیې کې باید پوره او برابره ونډه ورکړه شي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG