یونسف: یو اعشاریه شپاړس ملیاردو ډالرو ته اړتیا لرو
وروستی بدلون 16 11 1388 07:59 PM
له کوچنیانو سره د ملګروملتونو د مرستې ادارې یونسف نن د ۲۰۱۰ میلادي کال لپاره خپل رپوټ خپورکړ.
دې ادرې په خپل سږني رپوټ کې له نړیوالو د لږترلږه یو اعشاریه شپاړس ملیاردو ډالرو غوښتنه کړې، څو په روان میلادي کال کې خپل فعالیتونه پر مخ بوزي.
د یونسف په دې رپوټ کې د افغانستان وضعیت ته هم اشاره شوې ده او ویل شوي، چې د غوښتل شویو پیسو یوه زیاته اندازه په افغانستان کې د مصرف لپاره په پام کې نیول شوې ده.
د یونسف ادارې د نړۍ د ۲۸ هېوادونو لپاره د اضطراري مرستو رسولو په خاطر د پیسو غوښتنه کړې ده.
دا اداره په خپل سږني رپوټ وايي، چې دوی په افغانستان کې له ښځو او کوچنیانو سره د عاجلو مرستو لپاره لږترلږه ۲۸ ملیونه ډالرو ته ضرورت لري.
د یونسف په رپوټ کې د هغو هېوادونو نومونه د لست په سر کې اخیستل شوي دي، چې تازه د طبیعي حوادثو ښکار ګرځيدلي لکه (هیټي) او یا هم د سومالیا په څير هېوادونه چې د وسله وال تشدد او سیاسي ناکراریو څخه متضرره شوي دي.
په لست کې د افغانستان نوم د هغو هېوادونو په کتار کې راغلی، چې کوچنیان په دوامدار ډول په ناوړه وضعیت کې اوسي.
د افغانستان لپاره د یونسف استازې ویلي، دوی د افغانستان لپاره دې پیسو ته د عاجلو مرستو په خاطر ضرورت لري. له کوچنیانو سره د ملګرو ملتونو د مرستې دا اداره وايي، غواړي په افغانستان کې له هغو کسانو سره چې ډېر اړ دي خپلې اضطراري مرستې له سره پیل کړي.
د افغانستان لپاره د یونسف د استازې په وینا "دا مهمه نه ده، چې د بربادۍ عامل جګړه ده، طوفان او یا زلزله ځکه په افغانستان کې ښځې او کوچنیان له هرډول بشري ناورین څخه په شدت متاثره شوي دي."
د یونسف اداره وايي، وچکالۍ، بې امنیتۍ او د خوراکي موادو د بیو لوړ والی په افغانستان کې د لږترلږه یو اعشاریه دوه ملیونه کوچنیانو چې تر پینځه کاله کم عمر لري او د هغوی د میندو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.
دوی په خوار ځواکي یا سوء تغذي او په مختلفو ناروغیو د اخته کېدو له جدي تهدید سره مخامخ دي. دا کسان د خوراکي موادو له کموالي، د روغتیايي مرکزونو له کموالي او د تعلیمي امکاناتو له محدودیت څخه په شدت اغېزمن دي.
د افغانستان لپاره د یونسف د ادارې استازې ویلي، چې دوی به په افغانستان کې له اضطراري حالاتو سره د مقابلې او د بشري فاجعو د مخنیوي لپاره هڅې جاري وساتي، څو د دې په وینا په افغانستان کې کوچنیان او ښځې حمایت شي او حقوقو ته یې لازم درناوی وشي.